IQNA

د واتیکان په غوښتنه؛

ترکی کې پټ انجیل څرګنده کېږي

11:35 - February 07, 2016
۱
د خبر لمبر: 3479845
نړیواله ډله: شپاړسم بندیکت، تېر پاپ، د انجیل د دې نسخې څېړنې او کتنې غوښتنه وکړه چې د ترکی حکومت هغه پټ ساتلې وو او ویلې کېږي چې د حضرت عیسی علیه السلام د ړومبنۍ ښودنې دي او د پیغمبر صلی الله علیه و آله د بعثت په اړه یی وعده ورکړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم چینل نه په نقل، د انجیل دا نسخه چې ویلې کېږي دا «برنابا» انجیل دي چې قیمت یی ۱۴ملیون سټرلنګ اېښودلي شوي.
راپور کې دې چې شپاړسم بندیکت، تېر پاپ، د انجیل د دې نسخې څېړنې او کتنې غوښتنه کړې چې له ۱۵۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ترکی حکومت تراوسه دا پټ ساتلي وو.
د انجیل دا نسخه، لاس لیکلې او زرويلئ ده، چې د حضرت عیسی علیه السلام په ژبه کې لیکلې شوي او ویلې کېږي چې د حضرت عیسی علیه السلام ړومبنۍ ښودنې په کې دې او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د بعثت په اړه یی وعده ورکړي دا انجیل چې پاڼي یی د ځناورو له پوستکې نه دي، په کال ۲۰۰۰ کې د قاچاق سره مقابله کې ترلاسه کړي، د دیلی میل انګلیسې ورځپاڼې لیکلې، د ترکی حکومت دا انجیل له کال ۲۰۱۰ نه ځان سره ساتلې او بیا یی د آنتروپولوژی آنکارا موزې ته ورکړي. دا انجیل د جوړونې عملیاتو نه پس ډېر زر د عمومي نندارې لپاره وړاندې کېږي. د ترکې تېر کلتوري وزیر وویل: امکان لري چې دا هم هغه د انجیل ړومبنۍ نسخه وې چې مسیحي کلیسا د مسلمانانو د عقیدې سره سم د حضرت عیسی علیه السلام ښودنې لرو له وجهې پټ کړې وو، هغه زیاته کړه: واتیکان په رسمي توګه له دې انجیل کتنې غوښتنه کړي ځکه چې ځنې دا باور لري چې د انجیل دا نسخه کې دي شي د څلورو نسخو مرقس، متی، لوقا او یوحنا مکمله نسخه وې.
په دې انجیل کې د مسلمانانو د عقیدې سره سم حضرت عیسی علیه السلام انسان ګڼلې شوي او د هغه د خدای کېدو یا د تثلیث عقیده او د حضرت عیسی علیه السلام صلیب کولو عقیده نه مني او څرګنده کوي چې حضرت عیسی علیه السلام د حضرت محمد صلی الله علیه و آله را تللو اټکل کړي وو.


خپور: 1
څېړلې کېږي: 5
ناخپور: 0
ناشناس
1
0
good
captcha