IQNA

«وین» د دینونو خبرو اترو دویم نړیواله کانفرانس کوربه

22:34 - February 24, 2018
د خبر لمبر: 3481073
نړیواله ډله: د «سولې لپاره د دینونو خبرو اترو» دویم نړیواله کانفرانس د دې کال له ۷ او ۸ اسفند نه د اتریش په وین ښار کښې پیل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د اینا عربی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د «سولې لپاره د دینونو ترمنځه خبرې اترې؛ د ګډ ژوند پیاوړتیا او د یو ښاریز تابعیت په سیوري کښې د توپير درناوي » عنوان سره پیل کېږي.
دا کانفرانس د کایسید کلتورونو او دینونو ترمنځه خبرو اترو نړیواله مرکز په مرسته او د آیسسکو اسلامی سازمان سره تړې د اسلامی نړۍ پوهنتونو اتحادیه ګډون سره پیل کېږي او د نظریاتو تبادله، د خلک له تجربو استفاده، موسسات، دینی لارښوونکې، سیاست کوونکې او نړیواله سازمانونه د نړۍ له مختلفو سیمو، د عربی سیمې دینې لارښوونکې او فعالیت کوونکې د مختلفو دینونو منونکو ترمنځه د سولې او جوړښت لپاره خبرو اترو موخې سره دا کانفرانس پیل کېږي.
په دې کانفرانس کښې ګډون کوونکې، همدارنګه د «د یو ښاریز او ټولنې ګډ ژوند ته پياوړتیا ورکولو لارې»، «د خبرو اترو له لارې د مختلفو کلتورونو او دینونو منونکو ترمنځه سوله یز ژوند»، «د لار ښوونکو، دینی موسسو او سیاست کوونکو ترمنځه د همکارۍ  لارو ته وده ورکول» او ... غوندې مهم محورو په اړه به بحث کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3693990
captcha