د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بنګلادېش بهرنې چارو وزیر په دې اړه وویل: د اسلامی همکارۍ سازمان ۵۷ هیوادونو ستر چارواکې او غړې او د کانادا بهرنې چارو وزیر د روهینګیا کډوالو کمپ نه چې د بنګلادېش او د میانمار په پوله باندې واقع دی کتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: د بنګلادېش لومړي وزیر غړې هم د دې غونډې ملګرتیا وکړه.
له بل اړخه، د هند پولیس ۴ روهینګیایی کډوال دغه هیواد ته په غیر قانونی توګه ننوتلو باندې نیولې دي.