IQNA

په کربلا کښې د ښځو ځانګړې قرآنی علمونو مرکز پرانیستا

20:33 - May 12, 2018
د خبر لمبر: 3481204
نړیواله ډله: د زهراء سلام الله علیها قرآنی علمونو مرکز د امام حسین علیه السلام د زیارت په همت د قرآن کریم ۲۴۰ زدکړه ترلاسه کوونکو ظرفیت سره په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت څارونکې عبدالمهدی کربلایي په شتون کښې شورو شو.

د ایکنا راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت اطلاع ورکوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د زهراء سلام الله علیها قرآنی مرکز د پرانیستا په مراسمو کښې څرګنده کړه: د قرآنی مرکز ته د مېرمنو را تللو سره د هغوي کورنۍ او ټولنیزه چارو سره د دینی چارو زدکړې به هم وکړي.

هم په دې اړه مهدی عبدالله د زهراء سلام الله علیها قرآنی مرکز مشر هم وویل: ۲۴۰ قرآن کریم زدکړه ترلاسه کوونکې چې له ۱۵ نه تر ۴۵ کلنه دې په دې مرکز کښې به تعلیم ترلاسه کوي.

هغه دې ته اشارې سره چې دا مرکز د مېرمنو ځانګړې مرکز دی وویل: د دې مرکز قرآن زدکړې ترلاسه کوونکې د عراق د مختلفو ولایتونو او همدارنګه یو شمېر د عربستان او نایجېریا نه راغلې.

د هغه قرآن زدکړه ترلاسه کوونکو لپاره چې د کربلا نه بهر نه په دې مرکز کښې شتون لري د زدکړې او اوسېدو خدمات په وېړیا توګه وړاندې کېږي او د کال په اخیره کښې به د دې مرکز نه مقام ترلاسه کوونکو ته د جایزې په توګه د مشهد ته د امام رضا علیه السلام زیارت لپاره د تللو خرڅ ورکړې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3713249

captcha