IQNA

په کومو هیوادونو کښې روژه لنډه او اوږده ده

15:15 - May 14, 2018
د خبر لمبر: 3481205
نړیواله ډله:زمونږ خبریال وایی د روژې مبارکه میاشت په رارسیدا ده او د نړۍ ټول مسلمانان ددغه مبارکې میاشت په انتظار ناست دی چې کله به د روژې میاشت لیدل کیږی .

دنړۍ په په ګوټ ګوټ کښې په هر هیواد کښې مسلمانان روژه ساتی .

په ګرین لینډ هیواد کښې هستوګنه مسلمانان به ترټولو اوږده او په ارجنټاین هیواد کښې دیره مسلمانان به ترټولو لنډه روژه ونیسی .

په ګرین لینډ هیواد کښې هستوګنه مسلمانان به یویشت ساعته او دوې(۲) دقیقې روژه ونیسی .

په ایس لینډ کښې هستوګنه مسلمانان به هم یویشت ساعته ، په فینلینډ کښې دیره مسلمانان به هم نولس ساعته او شپږپنځوس دقیقې او د سویډن مسلمانان به هم نولس ساعته روژه ونیسی.

د روسیې ، جرمنی ، ائرلینډ ، بریطانیه ، بیلجیم او دنورو اروپایی هیوادونو مسلمانان به هم اتلس ساعته روژه ونیسی .

په کاناډا کښې دیره مسلمانان به اولس ساعته څلورویشت دقیقې او په امریکا کښې دیره مسلمانان به  شپاړس ساعته او نهویشت دقیقې روژه ونیسی .

په ایران اسلامی جمهوریت کښې به خلک شپاړس ساعته او څلور دقیقې ، په افغانستان کښې پینځلس ساعته او یوپنځوس دقیقې ، په هند کښې دیره مسلمانان پینځلس ساعته او دوه(۲) دقیقې او پاکستان کښې هم خلک پینځلس ساعته روژه  نیسی .

په سعودی عربستان کښې  به روژه څوارلس ساعته او یوڅلویښت دقیقې ، په انډونیزیا کښې دیارلس ساعته او دوه دقیقې ، په اسټرالیا او نیوزی لینډ کښې هم یولس ساعته او څلویښت دقیقې وی .

لنډه دا چې د روژې دمبارکې میاشتې تر ټولو لنډ وخت به په ارجنټاین هیواد کښې وی چې یولس ساعته او دوه دیرش دقیقې دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i71188

captcha