IQNA

د مالیزیا، کریستال جومات

کریستال جومات، د مالیزیا د وان مان(Wan Man) جزیرې په ترنګانو((Terengganu ښار کښې د اسلامی میراث په پارک کښې شتون لرې او د دغه هیواد د ځانګړې جوماتونو څخه دی.

د دې جومات له حد نه زیات جذابیت، د بهرنې ډیزاین له کبله دې. د کریستال جومات دېوال له فولاد، شیشه او له کرسټال نه جوړ شوې دې چې دا مصالح یی له اصلی مواد نه دی چې د دې جومات په تعمیر کښې ترې استفاده شوې ده او نوم یی هم پر دغه اساس ټاکلې شوې دې.