IQNA

د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو د نوي استازي په کار شروع کول

23:13 - January 08, 2019
د خبر لمبر: 3481846
نړیواله ډله: د ناروے مخينه لرونکے ډېپلومېټ «جير پېډرسېن» چې څو ورځې مخکې د سټيفن ډي مېستورا په ځاے د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي په توګه منصوب شوے
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ناروے مخينه لرونکے ډېپلومېټ «جير پېډرسېن» چې څو ورځې مخکې د سټيفن ډي مېستورا په ځاے د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي په توګه منصوب شوے ؤ د تېر ګل له ورځې څخه په رسمي توګه په خپل کار شروع وکړه.
د ملګرو ملتومخکېنے استازے سټيفن ډي مېستورا تقريباً څلور کاله او څلور مياشتې دغه مسئوليت په غاړه لرۀ خو د هغه څه له مخې چې يې خپل کورني مسائل بيان کړل، د تېر نومبر له آخره څخه له دغه ماموريته څنګته شو. په  سوريې کښې بحران له ۲۰۱۱ کال څخه د صهيونېسټ رژيم په  ګټه د سيمې د انډولونو د بدلولو لپاره د سعودي، امريکې او د هغوي د انډيوالانو تر ملاتړ لاندې د ترهه ګرو ډلو په پراخ يرغل سره شروع شو.دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو اداره د دغه بحران په کنټرولولو او هوارولو کښې ناکامه شوې ده. د سوريې د بحران د هواري لپاره د ملګرو ملتو د استازيو شنډې کارکردګۍ او موثرو او حقيقت پسندانه پلانونو په وړاندې کولو کښې د هغوي ناکامي هم  په تېرو کلونو کښې له خپلو پوسټونو څخه د هغوي د څنګته کېدو سبب شوي دي. د سوريې د بحران د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه د ملګرو ملتو درې استازي د دغه بحران په وجه په استعفا ورکولو مجبور شول.
د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو د استازيو د استعفاګانو لړۍ په داسې حال کښې ده چې د سوريې په اړه د دغو استازيو غلطيو هم هغه شان دوام لرلے دے. داسې يو حالت په واضحه توګه د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو د مخکيني استازي ډي مېستورا په تحرکاتو کښې ليدل کيږي او دا هغه موضوع ده چې د ملګرو ملتو استازيو د هغه د ماموريت په آخر کښې ورباندې اعتراف کړے دے. دلته د سوريې د بحران د هواري لپاره د ضروري کاميابيو په نه ترلاسه کېدو د ډي مېستورا واضحه عذر غوښتنې ته اشاره کولې شوو. د الجزيره ټي وي چېنل د رپوټ له مخې سټيفن ډي مېستورا د امنيت شورا ته  په خپل وروستي رپوټ کښې وويل: «په دې وجه چې د سوريې د بحران له هواري سره د مرستې لپاره ضروري کاميابي نه شوه ترلاسه معافي غواړم.»
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79541
captcha