IQNA

سراج الحق د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې د ملګرتیا ژمنه وکړه

23:51 - January 12, 2019
د خبر لمبر: 3481859
نړیواله ډله: په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق څخه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د  افغان رسندویو له راپور سره سم  د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.د افغان  ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي  ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.
په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق څخه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
بلخوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته  یې کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره یو شوى دى.
ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې ملګرتیاوکړي.
د يادولو ده چې محمد عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي په شمول  له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79621
captcha