IQNA

روحانی :د امریکا حکومت په سیمه کی د تاوتریخوالی اصلی عامل دی

10:58 - June 26, 2019
د خبر لمبر: 3482271
نړیواله ډله: ښاغلی روحانی امریکا په سیمه کی د تاوتریخوالی د سختولواو رامینځته کولو مسوله او عامله وبلله او جوته یې کړه د امریکا جاسوسی الوتکه د ایران د هوایی حریم له خلاف ورزۍ او څو ځله خبرداری ته له پامه پرته نسکوره شوی ده .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ ماکرون سره په ټیلی فونی تماس کی د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران په سیمه کی د تاوتریخوالی له زیاتولو سره هیڅ دلچسپۍ نلری او هیڅکله د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په جنګ پسې ندې  ټینګار وکړ که امریکایان خپلو تیریو ته دوام ورکړی نو د ایران وسله وال ځواک به له هغو سره په مقابله کی پریکنده چلند وکړی .

ښاغلی روحانی امریکا په سیمه کی د تاوتریخوالی د سختولواو رامینځته کولو مسوله او عامله وبلله  او جوته یې کړه د امریکا جاسوسی الوتکه د ایران د هوایی حریم له خلاف ورزۍ او څو ځله خبرداری ته له پامه پرته نسکوره شوی ده .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی که ایټمی موافقه د ټولو لورو لخوا په بشپړه او سمه اجرا شوی وای نو نن به په سیمه او نړۍ کې د مثبتو او ښو بدلونونو شاهدان وو ، وویل بی شکه له ایټمی موافقې په یو اړخیزه وتلو کی د ټرمپ اقدام د امریکا ، اروپا او ایران د خلکو په تاوان او له سیمه ایزو او نړیوالو ګټو سره مخالفت دی .

ښاغلی روحانی پر دې په ټینګار سره چی ایران به په هیڅ شرایطو کی د هغې موافقې لپاره چی د دوکلونو د خبرو اترو په نتیجه کی ترلاسه شوی ، بیا خبرې اترې ونکړی ، دوام ورکړ امریکایانو د نړیوالو قوانینو په اپوټه او د ایرانی ملت د بایکاټ په سختولو سره ثابته کړه چی په هیڅ وجه د مسلو د اواری غوښتونکی ندی .

مکرون هم په دغو ټیلی فونی خبرو کی له ایټمی موافقې د امریکا وتل ، د ایران پرضد د بایکاټ اعمالول او د دغو بایکاټونو سختول د خواشینۍ وړ وبلل او ویې ویل فرانسه تل د ایټمی موافقې د پایدارۍ او د خبرو اترو د لورو په تیره بیا د امریکا د قانع کولو لپاره هڅه کړی ده او هغه تعقیبوی .  

http://parstoday.com

captcha