IQNA

چین او ځینی عربان،د ایران پرضد د تور لګولو باطل پړاؤ (مقاله)  

16:16 - December 11, 2022
د خبر لمبر: 3486583
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام په ضرورت کښې له هیڅ لوري سره تعارف نلري.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان بیګا د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا او د چین ګډې بیانیې او په دغه خبر پاڼه کښې د ایران د دریو جزیرو بوموسی،کوچني تنب او ستر تنب په هکله مطرح شویو ادعاګانو ته په غبرګون کښې په ټویټر پاڼې کښې ولیکل: په فارس خلیج سیمه کښې د بوموسی د ستر تنب او د کوچني تنب درې ګوڼه جزیرې د ایران د پاکې خاورې نه جلا کیدونکي برخې دي او هغه تر ابد پورې له ایران سره اړه لري.»

د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا او د چین په ګډې بیانیې کښې په څلورو مادو کښې ایران ته اړونده مسائیلو ته اشاره شوي ده چې په یوې مادي یعني دولسمې مادې کښې ویل شوي دي مشران د نړیوالو قوانینو پراساس د دوه اړخیزه خبرو اترو له لارې د ستر تنب،د کوچني تنب او د بوموسی درې ګوڼه جزیرو د مسلې د حل لپاره سوله ییزو لارو چارو ته د رسیدا لپاره د متحده عربي اماراتو د وړاندیزونو او د نوښتونو په شمول د ټولو سوله ییزو هڅو ملاتړ کوي.

د چین د ولسمشر شي جین پینګ دغه اقدام کولای شي  د فارس خلیج د حوزې په هکله د بیجینګ یو ډول بې مخینې سیاست او دریځ وجاجول شي ځکه چې چین تراوسه په خپلو اعلان شویو سیاستونو کښې د لویدیځې اسیا سیمې په شمول د هیوادونو ترمینځ شخړه رامینځته کونکو موضوعګانو ته له ورګډیدا ډډه کوله؛ په همدې دلیل د فارس خلیج د جنوب د څنډې د هیوادونو د ایران ضد دریځونو سره ښکاره ملګرتیا یو غیر معمول دریځ او البته له ایران څخه د هیوادونو او د خلکو د ماتي خوړلو د سیاست تکرار دی.

عربي رژيمونه معمولا په دا ډول غونډو کښې د ایران په درې ګوڼو جزیرو باندې د متحده عربي اماراتو د مالکیت بحث مطرح کوي او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د تور د لګولو باطل پړاو تکراروي.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غړیو او چین په داسې شرایطو کښې دغه بیانیه لاسلیک کړي ده چې د ایران اسلامي جمهوریت تل درې ګوڼه جزیرې د ایران د خاورې نه جلا کیدونکي برخې بللي او د دغو دریو جزیرو په هکله د متحده عربي اماراتو ادعاګانې یې مردودې او د نه خبرو وړ بللي.

دا په داسې حال کښې دي چې معتبر سندونه هم له ایران سره ددغو درې ګوڼو جزیرو تعلق ثابتوي؛د بیلګې په توګه په اتلس سوه یواتیایم میلادي کال کښې د بریتانیا د سمندري ځواک په نقشې،په اتلس سوه درې شپیتم میلادي کال کښې د بریتانیا د سمندري چارو وزارت په نقشې او دغه راز په اتلس سوه شپږ اتیایم میلادي کال کښې د بریتانیا د جنګ د وزارت لخوا د ایران برابره شوي نقشې کښې دغه درې جزیرې د ایران د ځمکې برخې ګڼل بلل شوي دي چې د نړیوالو سندونو ځینې بیلګې شته او په دغو دریو جزیرو باندې د ایران واکمنۍ ښيي.

خو د دې خبرې په توضیح کښې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ولې د ایران پرضد دغه ادعا کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړیو سره ملګرتیا کړي ده شاید له هرشي زیات د بیجینګ اقتصادي انګیزې ښکاره کوي؛ چین د فارس خلیج د جنوب له عربو هیوادونو سره د زیاتې ګټې پراساس اقتصاد محوره کړچارونه تعقیبوي؛له قطر سره د ګازو د تړون لاسلیک کول او دغه راز له عربستان د سټراټيژزیک تفاهم لیک لاسلیک کول  د دغه سیاست یو مصداق ګڼلی شو.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند حسن بهشتي پورپه دې هکله وايي د فارس خلیج له عربوهیوادونو سره اړیکې د چین د لوړ الوت د اقتصادي پروګرامونو یوه برخه ده چې له دوه زره دیارلسم میلادي کال څخه یې پیل کړی دی او هماغه راز دوام لري.

https://parstoday.com/ps/news/world-i124716

captcha