IQNA

په امام حسین تکیې سره د امریکا په وړاندې نه تسلیمیږو

21:10 - October 13, 2019
د خبر لمبر: 3482443
نړیواله ډله: امام حسین علیه السلام له ظلم او ظالم سره په مقابلې کښې د دندې ترسره کول د خپل پاڅون او حرکت علت اعلانوي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو برخې ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې د ایران ملت د حضرت سید الشهدا امام حسین علیه السلام د حرکت د فلسفې پراساس د کفرله جبهې ، صهیونیزم او امریکا سره مقابله خپله دنده ګڼی ټینګار وکړ د امریکا په مقابل کښې د ایران نه تسلیمیدا په همدې اساس ترسره کیږی .د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د امام حسین علیه السلام پوهنتون د محصیلینو په ټول کښې په ایران او خارج کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دعزت یادونه وکړه او زیاته یې کړه امریکا هم له سپاه پاسداران سره په خپلې دښمنۍ او له غوسې ډکې څیرې  سره د سپاه پاسداران  عزت نور هم پسې زیات کړ .
هغه حضرت د قدرت د نرم اوزارو(software,) او دسخت اوزارو(hardware) د ټولو اړخونو د سمبالتیا په ضرورت ټینګار سره د اربعین لاریون د حقیقی قدرت نښه وبلله او زیاته یې کړه د عراق کربلا ته دحرکت په لاره کښې د میلیونونو زیارتوالو ستره اجتماع د اسلام او د اسلامی مقاومت جبهې ته بیا ځلا ورکوی .
د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په حسینی اربعین کښې  د بیلابیلو هیوادونو ، داسلام او دمسلمانانو دبیلابیلو  فرقو او حتی د ځینو نورو دینونو د پیروانو ستر لاریون د نن ورځې د بشریت له شور ماشور د ډکې دنیا او د تبلیغاتو په پیچلی نړۍ کښې بې ساری فریاد او رسنۍ وبلله او زیاته یې کړه د الحسین یجمعنا له معنا ډک شعار یو (۱) سوچه حقیقت دی ځکه چې امام حسین علیه السلام دغه بې ساری لاریون پیل کړی او ټول خلک یې دمعنویت او د پتیالیتوب د سرچینې په لور په حرکت کښې راوستی دی .
د  ایران  داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې نن سبا د کفر جبهه ، صهیونیزم او د امریکا د ملتونو د وینې په څښلو ، د  جنګ په  رامینځته کولو او نورو غمیزو سره له ملتونو سره په ظلم او ستم سره چلند کوی ډاګینه کړه امام حسین علیه السلام له ظلم او ظالم سره په مقابلې کښې د دندې ترسره کول د خپل پاڅون او حرکت علت اعلانوی او د ایران اسلامی جمهوریت هم په همدې اساس په دغه دندې عمل کول خپله وظیفه او دنده ګڼی او په هرحال کښې به ورباندې عمل وکړی .
هغه حضرت زیاته کړه ځوانان باید پوه شی چې دهغوې فکر او ذهن به ددښمن لومړی هدف وی پر دې اساس په ایمان او قدرت سره د  دښمانانو د چلولونو په مقابل کښې ودریږئ .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i85214
captcha