IQNA

غرب دې د ترهګرو مالي ملاتړ او کوربه توب بند کړي

8:00 - August 02, 2020
د خبر لمبر: 3483458
تهران (ایکنا) - د ایران خارجه وزیر له انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ د بندیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ترهګر په امریکا او اروپا کښې له خپلو پټنځیو څخه د ایران د ملکي وګړو د وژلو او ګډوډي رامینځته کولو اقدام کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیر ماښام د امام زمان(عج) د ګمنامو سربازانو په لاس د انقلاب ضده او ترهګرې ډلګۍ د یو مشر د نیول کیدو خبر ته غبرګون وښوده.
ظریف په خپل ټویټر باندې له هغو ترهګرو د امریکې په مشرۍ د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره چې له ایران سره د جنګیدو او پرزولو نیت یې لري، ولیکل: لویدیځ باید د ترهګرو مالي تامین او کوربه توب ختم کړي.
هغه زیاته کړې: ترهګر په متحده ایالاتو او اروپا کښې له خپلو پټنځیو څخه کرکه خوروي، قتل او بلواؤ ته لمسول او پلانول کوي او په بې شرمۍ سره د بیګناه ایراني ملکیانو د وژلو مسئولیت په غاړه اخلي.
د ویلو ده چې د ایران د اطلاعاتو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د (تندر) په نامه ترهګرې ډلګۍ مشر جمشید شارمهد چې له امریکې څخه به یې په ایران کښې د وسله والو او خرابونکو اقداماتو لارښوونه کوله، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په یولړ پيچلو عملیاتو کښې ونیوی شو.
تهران راډیو

captcha