IQNA

محمد بن سلمان په کینیډا کې دخپل یوه مخالف د ترورپلان جوړکړی

14:25 - August 08, 2020
د خبر لمبر: 3483487
تهران (ایکنا) - د بني سعود کورنۍ ولی عهد محمد بن سلمان یوه پخواني سلاکار سعد الجبري په واشنګټن ښار کې په یوې امریکائي محکمې کې د هغه دترور لپاره دهڅې په دلیل په محمد بن سلمان شکایت کړی

سی این این ټیلیويژني چینل راپور ورکړی،د امریکا دکانګرس د بهرنی سیاست دکمیشن یوه غړي  او د سعودي عربستا د ولی عهد په سیاستونو نیوکه کونکي  ټام مالینوفسکي  په کینیډا کې د  خپل یوه مخالف د ترور لپاره د عربستان د  ولی عهد محمد بن سلمان  د هڅې ادعا تائيد کړې  او وئیلی  ئې دي ، کله یو کس  په برمتګرۍ ، د ترهه ګرو په لیږد ،وژلو اوشکنجو  مشهور دی ،  او درته پيغام لیږي ، او ګواښي دې ، چې  غمیزه به درپيښه شي ، نو منصفانه خبره ده چې   فرض کړو دغه شان  نیّت لري .

 د کینیډا دحکومت دعمومي امنیت وزیر  بیل بلر  هم په پنجشنبې ورځې  په تلویحي ډول  په کنیډا کې د خپل یوه مخالف  دترور لپاره د محمد بن سلمان  هڅه محکومه کړې ده .

 د بني سعود  کورنۍ  ولی عهد محمد بن سلمان  یوه پخواني  سلاکار سعد الجبري  په واشنګټن ښار کې په یوې امریکائي محکمې کې د هغه دترور لپاره دهڅې په دلیل په محمد بن سلمان شکایت کړی  او وئیلی ئې دي ، محمد بن سلمان د کمال خاشقجي  له بوږنونکي وژلې  وروسته  د هغه د ترور لپاره هم څو کسان د هغه د  ترور لپاره لیږدولي دي ، چې د کینیډا  امنیتي چارواکي هم  د ترور په یوه ټيم مشکوک کیږي او  او هغوي  ته له یوه کس پرته چې ډيپلوماټيک پاسپورت  ئې درلود،نورو  ته کینیډا ته د ورتلو اجازت نه دی ورکړی .

د امریکا داستخباراتي ادارې سي آئي اې څيړنیزو نتیجو هم تآئيد کړې ده ، چې محمد بن سلمان  دجمال خاشقجي د وژلې اصلي مسئول دی .  

تهران راډیو

captcha