IQNA

د هیروشیما په ایټمي بمبارۍ کښې د امریکې د جنایت په هکله د انقلاب د معظم رهبر لیدتوګه

14:44 - August 08, 2020
د خبر لمبر: 3483489
تهران (ایکنا) - امریکې د ۱۹۴۵ کال په آګست میاشت کښې په هیروشیما ښار کښې په یو ایټم بم سره په څو شیبو کښې یو لاک کسان ووژل او دا د امریکې د استکباري، بې دینه، بې خدایه او له اخلاقو د خالي پوځ طبیعت دی.

امریکې د ۱۹۴۵ کال په آګست میاشت کښې په هیروشیما ښار کښې په یو ایټم بم سره په څو شیبو کښې یو لاک کسان ووژل او دا د امریکې د استکباري، بې دینه، بې خدایه او له اخلاقو د خالي پوځ طبیعت دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په هیروشیما باندې د امریکې د ایټمي حملې د کلیزې په مناسبت یو پیغام کښې زیاتوي: که څو وغواړي چې د استکباري قدرتونو د پوځونو د جنایتونو په هکله څه ووایي نو څو کتابونه پرې لیکل کیدې شي او پکار ده چې ولیکل شي.

د جاپان پر هیروشیما او ناکاساکي ښارونو د ۱۹۴۵ کال د آګست په ۶ او ۹ نیټه او د دویم نړیوال جنګ په وروستیو ورځو کښې د امریکې د هغه و خت د ولسمشر هیري ټرومین په حکم ایټمي بمباري وشوه، هغه بمباري چې که څه هم د جاپان د تسلیمیدو سبب شوه خو تقریباً د ۲ لاکه ۲۰ زرو بیګناه ملکي وګړو د غمیزه ناکې مړینې لامل شوه.

د نړیوالو حقووق استاد حسن جوني په هیروشیما باندې د امریکې ایټمي حمله په تاریخ کښې د بشریت خلاف ترټولو ستر جنایت بللی او وايي: انساني ضمیر او حافظه په هیروشیما او ناکاساکي کښې د ویجاړیو او وژلې او د خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو سوځیدل هیڅکله نه شي هیرولې.

په هیروشیما او ناکاساکي ښارونو باندې ایټمي بمباري یوه غمیزه وه. دغه جنایت په تاریخ کښې د تل لپاره ثبت شو. له هغه وخت نه تراوسه پورې د داسې غمیزې د تکرار د مخنیوي لپاره ډیرې هلې ځلې شوې دي خو خطرونه لاهم شته دي او د نړۍ په ګودامونو او زیرمتونونو کښې پرتې زرګونه ایټمي خولۍ انسانیت ګواښي.

امریکا په یوې داسې مخینې سره لاهم د خپلو ایټمي وسلو د ماډرن کولو او د هغو د نویو نسلونو د جوړولو په تکل کښې ده. نن سبا د نیواکي فلسطین په (دیمونا) کښې هم د امریکې په مرستو او ملاتړ سره د صهیونیسټي رژيم ایټمي تاسیسات فعال دي چې په وړې هیروشیما مشهور دي. لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هیروشیما د ایټمي بمبارۍ د کلیزې په ورځ په یو پیغام کښې ویلي دي: د ایټمي خپسکې ختمیدل او د طرفینو د حتمي نابودۍ ډکټرین له ډیرې مودې راهیسې ځنډیدلې دی.

امریکا د دغه غیرانساني جنایت د لاملې په توګه لاهم له بشري حقوقو د ملاتړ په دروغجنې ادعا سره په پراخه پیمانه د خپلو ایټمي بمونو د تولید او پياوړتیا په لارې روان دی او اوسني ایټمي بمونه یې په هیروشیما او ناکاساکي کښې له استعمال شویو بمونو ۳۰۰۰ چنده زیات خطرناک او ورانونکي دي.

د امریکې تاریخ د نړي د ولسونو خلاف له جنایت او لاسوهنو ډک دی. له ۱۸۴۶ نه تر ۱۸۴۸ کلونو پورې په میکسیکو کښې په څه باندې لسو زرو وژلو سره د جنګي جنایتونو ترسره کول، له ۱۹۵۵ نه واخلې تر ۱۹۷۵ کاله پورې د ویتنام په جنګ کښې د لکونو مړو په کولو سره بوږنونکي جنایتونه او په فلپیان کښې لږترلږه په دوو لاکو وژلو سره جنګي جنایتونه د امریکې د پوځي لاسوهنو د تاریخ یوه برخه ده.

امریکا د ایران خلاف د عراق د تپلي جنګ په دواران کښې هم د صدام له رژيمه په ملاتړ سره د ایران او حتی د عراق په کلو او ښارونو باندې په حملو کښې له کیمیاوي وسلو د عراق د تیري ګر رژيم د پراخې استفادې سبب شوه. د ایران په مسافري الوتکې باندې توغندوي حمله، د ګوانتانامو او ابوغریب په جیلونو کښې د پټو بندي خانو جوړول او بوږنونکې شکنجې، هم داشان د امریکې په ټولنې باندې په واکمنې توکمپالنې او بې عدالتۍ باندې د اعتراضونو خونډۍ ځپنه د امریکې د بشري ضده اقداماتو یوه برخه ده.

هم دغه وجه ده چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امریکې او د استکباري قدرتونو د پوځونو د جنایتونو په بیانولو کښې ناویلې خبرې ډیرې وبللې چې په هکله یې حتی څو کتابونه لیکل کیدې شي او باید چې ولیکل شي.

تهران راډیو

captcha