IQNA

ایران او لبنان ته د اسماعیل هانیه نژدې سفر

8:39 - June 13, 2021
د خبر لمبر: 3484366
تهران (ایکنا) - د فلسطین د مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ، اسماعیل هانیه ، چې اوس په قاهره کې دی ، ډیر ژر ایران او لبنان ته سفر کوي ترڅو د دواړو هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
د لبنان ورځپانه الاخبار له خبرو سرچینو  خبر ترلاسه کړ، چې د حماس د اوسني سیاسي دفتر مشر ، اسماعیل هنیه چې اوس په قاهره کې مېشت دی. غواړي، د غزې د وروستۍ جګړې وروسته د عربي او اسلامي هیوادونو پلازمېنو ته سفر وکړي؛ او د هغو ترمینځه، له ایران او لبنان هم کتنه وکړي او د دې هیوادونو له چارواکو او د مقاومت ډلو له مشرانو او همداشان په لبنان کې له حزب الله سره هم وګوري.
د سفر په جریان کې، هانیه به د انقلاب له عالي رهبر، ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او لوړ پوړو دولتي او نظامي چارواکو سره وګوري. لبنان ته د خپل سفر په جریان کې، هغه به له ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان له رییس، همدارنګه د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله سره هم وګوري.
3977049
captcha