IQNA

مقاومت او له ااستکبار سره مقابله د اسلامی انقلاب په طلوع سره پخپلو پښو ودریده

21:23 - February 08, 2022
د خبر لمبر: 3485388
تهران (ایکنا) – دعراق د النجباء غورځنګ ویندوي نصر الشمري ټينګار وکړ، هرچرته چې له استکبار  او نیواکګر صهیونیسټي رژيم   سره د مبارزې ډګر وي ، نو ایران ئې پشتیبان او ملاتړی دی  او  مقاومت او استکباري لړۍ سره مقابله   او مقاومت  پخپلو پښو ودرید.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،دعراق د النجباء غورځنګ ویندوي نصر الشمري د؛اسلامی انقلاب نظریه، په نړۍ کې دمقاومت نرم آوزار په عنوان سره په نړیوال وبینار کې چې نن د قرآن دنړیوال خبری آژانس (ایکنا) په کوربتوب سره ترسره شوی ، په خپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره روښانه کړې ده،د اسلامی سپيڅلي او ولولناک انقلاب د سباؤن په راڅرګندیدو سره ،ددنیا ملتونه ، دمقاومت ، تل پاتیکیدا او له نړیوال استکبار سره دمقابلې په څير له نوي تعبیرونوسر ه آشنا شوه .

نصر الشمري دخپلې وینا په دوام کې روښانه کړه ، مونږ په اسلامی مقاومت کې هرهغه څه چې په اختیار کې ئې لرو ،لکه کلک دریځونه ،وسله او شجاعت  او دمستکبرانو په سترګو کې  دسترګو نیولل، دا ټول ددغه ستر اسلامی انقلاب پامته داره دي .

 هغه ووئيل  هغه انقلاب چې  شهید محمدباقرصدر د نبیانو خوب بللی ، ددرستې اسلامی نړۍ لپاره یو ویاړ دی او مونږ پرې ویاړو  او دا هغه چغه ده چې باید د استکباري  نړۍ په ضد ئې درست اسلامی امت پورته کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4034578/%D9%8

captcha