IQNA

د پوله ايزو مبادلاتو آسانتیاوي د ايران او پاکستان او ملتونو په ګټه دي  

16:57 - February 23, 2022
د خبر لمبر: 3485458
تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي شورا  مشر وويل،د ايران او پاکستان چارواکو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له يو بل سره راشه دیرشه لرلي چې دا چاره د ملتونو او حکومتونو د نزدې تعلقاتو د ژوروالي ښودنه کوي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،ايران او پاکستان د تجارتي مبادلاتو په زمينه کښې د يو بل  مکملېدونکي ګڼل کيږي چې د سامانونو د ټرانسپورټ، د مال په بدل کښې د مال، د ټېکسونو د کمښت او د پوله ايزو بازارګيو د جوړولو د برخو په شمول د ملګرتيا په پراختيا سره  زياتره مشکلات  حل کیدلی شي.

  د ايران د اسلامي شورا   مشر محمد باقر قاليباف   په تهران کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د مرستیال مشر قاسم خان سوري سره  په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران او پاکستان تعلقات زيات پخواني دي او دغه تعلقات د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له وخته په سياسي، کلتوري،اقتصادي او امنيتي وغېره برخو کښې زيات ژور او نزدې شوي دي زياته کړه، د ايران   اسلامي شورا  او حکومت په سياسي، اقتصادي او کلتوري وغېره برخو کښې له پاکستان سره د تعلقاتو په پراختيا زيات ټينګارلري.

محمد باقر قاليباف همدارنګ د ايران او پاکستان ترمېنځ له ګډو پوله ايزو بازارګيو او اډو سره د اړوندو چارو په تعقيبونې باندې په تاکيد سره وويل، د دواړو هېوادونو ګډه پوله له ميرجاوې نه تر سمندر پورې غزېدلې ده چې زيات اهميت لري او د تېر کال په نسبت مبادلات ښه شوي دي خو لا اطمينان ورکؤنکي نه دي، نو پکاردی په ريلي او سړکي برخو کښې لا زيات آسانتياوې رامنځته کړې شي چې دا چاره لا زياته وده پېدا کړي.

 https://parstoday.com/ps/news/iran-i112624

captcha