ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دپاکستان خارجه وزیربلاؤل بوټو زرداري د ملګروملتو دعمومی اسبملۍ د غونډې په څنډې کې د فلسطین په باب داسلامی ملګرتیاموسیسې د شپږکسیزې کمیټې ناستې ته په اشارې سره ووئیل،داسرائيلو د نیواکګرۍ ژور زخم او په فلسطینی ملت ظلم او کړاؤ،په درست مینځي ختیځ کې دشخړې،تاؤتریخوالي او بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.
د پاکستان خارجه وزیرهمدارازداسرائيلو په لاس د فلسطینی ولس په تیره بیا د ماشومانو د وژلې او ورته د تاوان رسولو دوام،د مقدسوځایونو سپکاوي،د فلسطینیانو دکورونو ورانول،او دفلسطینیانو اجباری کوچول په سخته محکوم کړل.
داسلامی ملګرتیا موسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر همداراز ووئيل، پاکستان تیار دی څو له نورو هیوادونو سره په یوځای کیدا سره په نیواکي ټاټوبوکې د فلسطین د ولس لپاره دبشری حقوقو او انسانی عزت او شرافت دبیرته ستنولو او دوژلو دمخنیوی لپاره په هرډول اقدام او حرکت کې ګډون وکړي.