نړيواله ډله: د مئۍ له دوه ويشتمی نیټی تر څلور ويشتمی نیټی د ملګرو ملتونو د انسانی حقوقو كونسل په يوې ناستې كې د بحرين د انسانی حقوقو وضعيت جاجولې شی.
21:49 , 2012 May 15
نړيواله ډله: ((ژوند، دنيا او قرآن)) هغه كتاب دے چې په امريكا كښې مېشته د مسلمان ډاكټر، ډاكټر محمد صديقی په قلم سره د امريكې د مولف خانې خپرندويه موسسې لخواچاپ شوے دے.
21:48 , 2012 May 15
نړيواله ډله: ماشومان ((د اشارې ژبه)) طريقې څخه په استفادې سره په ښه او اسانه توګه كولې شی د قران شريف مبارك ايتونه ياد كړی او د دغه روش د آهنګی او حركتی خصوصيتونو په دليل هغوی د دورې په دوران كښې نااميده او مايوسه كیږی نه او په هغوی كښې د يادولو او حفظ كولو انګېزه لا زياتیږی.
21:47 , 2012 May 15
نړيواله ډله: د برطانيه په لندن ښار کې د حضرت امام علي عليه السلام د نيکمرغه زوکړې په مناسبت د راتلونکي ميلادي مياشتې جون په څلورمي نيټی د يو جشن انتظام شوی دی دا جشن د لندن په اسلامي مرکز کې تر سره کيږي.
21:47 , 2012 May 15
نړيواله ډله: د افغانستان د سولې د عالی شورا يو مخكښ غړی ارسلاح رحمانی نن د كابل په لوېدیځ په هبوری سيمه كښې ووژل شو.
22:46 , 2012 May 14
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله ستر سكتر ښاغلی سيد حسن نصرالله د لبنان د جنوبی سيمې د بنت جبيل كې د ازادۍ ورځې په مناسبت د مئی په پينځه ويشتمی نیټی يو كانفرنس ته خطاب كوی.
21:29 , 2012 May 14
نړيواله ډله: د عراق په پارلېمانكښې ((د قانون حكومت)) نومې ائتلاف استازی وويل: د اسلامی همكارۍ تنظيم په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ د كلتور پائېتخت په توګه د نجف اشرف د طرحې له ځنډولو سره لا تر اوسه اتفاق نۀ دے كړے.
21:29 , 2012 May 14
نړيواله ټولنه: په لبنان كښې د امام خمېنی (رح) د امداد كمېټی د ولسی مشاركتونو مرستيال وويل: دغه كمیټی په لبنان كښې لس زره حاجتمنې كورنۍ او څلور زره يتيمان په دوامداره توګه تر ملاتړ لاندې لری.
21:28 , 2012 May 14
نړيواله ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د دينونو د خبرو اترو د مركز او د سيليسی حوزې د ارمنی آرتوډوكس كليسا ترمېنځ ((په ټولنه كښې د اخلاقی ارزښتونو په ترويج كښې د دين كردار)) په عنوان سره د دينی خبرو اترو پنځمه دوره له نن يعنې د غوئی د مياشتې له ٢٥ نېټې څخه د تنظيم په ځاے كښې شروع شوه.
21:28 , 2012 May 14
نړيواله ډله: د نجف صوبایې كونسل په كوششونو سره د كوفی پوهنتون په ستر هال كې "د حضرت زهراء د اسلامی وحدت عنصر" تر عنوان سره نړيوال كانفرنس تر سره كیږی.
21:27 , 2012 May 14
نړيواله ډله: شېخ الازهر په قاهره كښې له يو شمېر فلسطينی مسئولانو سره په كتنه كښې په غزه كښې د (( الازهر غږ)) رېډيو له شروع كولو سره خپله موافقه اعلان كړه.
21:27 , 2012 May 14
نړيواله ټولنه: د الجزائر د پارلېمانی انتخاباتو د سركاری نتائجو او د پارلېمان په ٦٨ فيصده كرسيو په ګټلو سره د واكمن ګوند د كاميابۍ په اعلانېدو سره د روغو او سالمو انتخاباتو د كولو په حقله د د دغه هېواد د ولسمشر عبدالعزيز بو تفليقه ټولې وعدې له منځه لاړې او ورسره د سياسی اصلاحات تر سره كول هم د ابهام په تيرو كښې ورك شول.
16:37 , 2012 May 14