نړيواله ډله: د سعودی عرب د بشری حقوقو فعالانو وړمه ورځ د دغه هېواد د امنيتی ځواكونو په لاس د شيعه دينی عالم حسېن الراضی له نيولو څخه خبر وركړ.
07:35 , 2012 Sep 28
سياسی ډله: د بلاروس مفتی اعظم علی ورناوچ د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك امريكائی فېلم له خپرېدو څخه د مخنيوی په ضرورت باندې پخلے وكړ.
07:24 , 2012 Sep 28
نړيواله ډله: د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم په خپرېدو باندې په احتجاج كښې د يوټيوب وېب سایټ د چېچنيا د خلقو له لاس رسائۍ نه خارج شو.
07:24 , 2012 Sep 28
نړيواله ډله: د سويزر لينډ د كاتو ليك كليسا ستر پادری «پير ګرامپا» د اسلام د ستر پيغمبر په شان كې د ګستاخ امريكائی صهونيسټی فلم په جوړيدا د اعتراضونونو له زياتيدا سره په يو وخت د ګوګل په كړچار په نيوكو سره ټينګار وكړ دغه انټرنیټی چينل بايد له خپلې پاڼې دغه سپك فلم زرترزره پاك كړی.
06:58 , 2012 Sep 27
نړيواله ډله: د امريكې ولسمشر اوباما د اسلام په خلاف امريكائی فېلم چې په وروستيو هفتو كښې یې د نړۍ د مسلمانانو قهر راپارولے دے د امريكې سپكاوے هم وبالۀ خو په عېن حال كښې یې وويل. د امريكې حكومت د دغه فېلم خپرول نۀ شی ممنوع كولې.
22:22 , 2012 Sep 26
نړيواله ډله: د اسلامی علومو، كلتور او زدكړو د تنظيم آئېسسكو عمومی سېكتر عبدالعزيز عثمان التويجری په فرانس كښې د سټراسبورګ ښار د لوے جومات د افتتاح په مراسمو كښې چې سبا د تلې د مياشتې په شپږمه نېټه كیږی ګډون كوی.
22:22 , 2012 Sep 26
نړيواله ډله: د اسلام د مبين دين، د اسلام د ګران پېغبر (ص) او اسلامی تمدن په خلاف له پرله پسې يرغلونو سره د مقابلې په هدف سره د اسلامی تمدن د علومو نړيواله اتحاديه جوړیږی.
22:22 , 2012 Sep 26
نړيواله ډله: د حضرت امام رضا (ع) د نېكمرغه ميلاد د كليزې جشن سبا د تلې د مياشتې په شپږمه نېټه د اسټريا د پائېتخت ويانا ښار په امام علی (ع) نومې اسلامی مركز كښې جوړیږی.
22:21 , 2012 Sep 26
نړيواله ډله: د پاكستان ولسمشر آصف زرداری بیګا د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په كلنۍ غونډې كې پخپلې وينا كې وويل د نړۍ هيوادونه بايد د ټولو انسانانو لپاره برابرو حقوقو ته د رسيدا، په وړاندې د ځمكې او ژواك چاپيريال د ساتنې او د بې وزلۍ د جرړې ايستلو لپاره هڅه وكړی.
17:56 , 2012 Sep 26
نړيواله ډله: د عربی مغرب د اتحادیې د غړيو هېوادونو د اسلامی چاری د وزيرانو وړومبنۍ غونډه پرون د تلې د مياشتې په دريمه نېټه د موريتانیې د پائېتخت نواكشوټ ښار كښې وشوه.
22:38 , 2012 Sep 25
نړيواله ډله: د فلسطين اليوم سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر انور ابو طه وويل: نن د فلسطين له مسئلې څخه د اسلامی بېدارۍ د قطب نما د مخ د اړولو په لړ كښې د فعاليتونو كتونكی يو، نو ځكه پكار دی دغه رسنې د قطب نماد مخ ساتنه وكړی او اجازه دې ورنكړی چې غرضی عناصر خپلو اهدافو ته ورسی.
22:38 , 2012 Sep 25
نړيواله ډله: د ګستاخانه امريكائی فېلم يوه اداكاره سينډی لیډی ګارسيا چې دعوا یې كړې ده چې د فېلم جوړنكی لخوا یې دوكه خوړلې ده د دغه وېډيو د لرې كولو د غوښتنې د ردولو په وجه د ګوګل كمپنۍ په خلاف شكايت كوی.
22:37 , 2012 Sep 25