نړيواله ډله: د امام موسی صدر د تښتول كېدو د څلوردېرشمې كليزې مراسم د راتلونكې جُمعې په ورځ د وږی په لسمه نېټه د لبنان په النبطيه ښار كښې جوړیږی.
22:30 , 2012 Aug 26
نړيواله ډله: د امريكې د صدارتی انتخاباتو په نزدې كېدو سره د دغه هېواد مسلمانان په دغو انتخاباتو كښې په ګڼ شمېر سره د ګډون لپاره ځانونه تياروی.
22:29 , 2012 Aug 26
نړيواله ډله: د برما كړكېچ او د روهينګيا د مسلمانانو حالت په هغه كانفرنس كښې چې د نهې په ورځ د وږی د مياشتې په ٧نېټه په ملېشيا كښې جوړیږی څېړل كیږی.
22:28 , 2012 Aug 26
ټولنيزه ډله: د امريكې د زكات سازمان د نړۍ په څۀ باندې ٤٠هيوادونو كښې درې لكه اړمن كسان تر پوشش لاندې راولی.
20:53 , 2012 Aug 26
بين المللی ډله: په ليبيا كښې تندلارو وهابيانو پرون د طرابلس په نژديو كښې يوه متبركه او مقدسه روضه ورانه ويجاړه كړه.
20:52 , 2012 Aug 26
نړيواله ډله: په شام كښې وسله والو دهشتګردو ډلو پرون د وږی د مياشتې په ٣ نېټه د حلب ښار په مشهد سيمه كښې د حضرت محسن بن امام حسېن (ع) په مزار مبارك كښې د بم چاودنه وكړه.
21:02 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: د برما (ميانمار) صدر تين سين چې له دې مخكښې یې د دغه هېواد مسلمانانو بنګلادېشی بللی وو بالاخره پرون د وږی د مياشتې په دريمه نېټه پارلېمان ته د يو رپوټ په وړاندې كولو سره د راخين صوبې په اوسېدونكو باندې د حملو په ذمه وار كسانو باندې نيوكه وكړه.
21:02 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: ((د ازادۍ لپاره ابتكار)) نومې امريكائی اسلام دښمنې ډلې له توهين نه په يو ډك اقدام كښې د نيويارت د مېټرو په سټېشنونو كښې د مسلمانانو په خلاف يو لړ تبليغاتی پلې كارډونه لګولی دی.
21:01 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: د جرمنی د نوردراين -وستفالن صوبې په څلوېښتو سكولونو كښې د نوی تعليمی كال له شروع كېدو څخه د اسلامی تعليماتو زدكړه شروع كیږی.
21:01 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: د امام موسی صدر خور تاكيد وكړ: ځينو لېبيائی مسئولانو په ځلونو د مالی تاوان په ادا كولو سره د امام موسی صدر د كېس د ختمولووړانديز وكړ خو مونږ و نۀ منۀ.
21:01 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: پرون د وږی دمياشتې په دريمه نېټه د د عراق په صدر ښارګی كښې د جمعې د نمانځه د ادا كولو په وخت يو بم وچاودۀ چې له امله یې درې تنه شهيدان شول.
21:00 , 2012 Aug 25
نړيواله ډله: د پاكستان د دينی مشرانواو د بشری حقوقو فعالانو پرون د وږی د مياشتې په دريمه نېټه د پراخو مظاهرو په كولو سره په دغه هېواد كښې د شيعه مسلمانانو وژله وغندله او د دغو جنايتونو د ختمولو غوښتونكی شول.
21:00 , 2012 Aug 25