IQNA

هندوستان کښې د غږجګى نه اذان کولو باندې بندیز

21:10 - August 05, 2014
د خبر لمبر: 1436335
نړیواله ټولنه: د مسلمانانو مشرانو په بمبئی ښار کښې د جوماتونو نه په غږجګی کښې اذان کولو بندیز باندې اعتراض کړی.


قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د تایمز هندی ورځ پاڼه نه په نقل، کیسه هلته نه شروع شوه چې کله د بمبئی ښار یو اوسېدونکې په محاکمه کښې خپله دعوه*چې په جوماتونو کښې د غږجګی استعمال د قانون خلاف دی* د بمبئی په ستره محکمه تسلیم کړه.

د بمبئی ستره محکمه هم په جوماتونو کښې د غږجګی استعمال دقانون خلاف وټاکلو او پلیس ته یی حکم ورکړو چې غږ جګی له جوماتونو جمع کړی،.

مسلمانانو د محکمه په حکم اعتراض کوونکې غونډه په بمبئی کښې پیل کړه او د اذان مخنیوی کولو حکم بېرته اخیستلو لپاره د شپې ۱۰ بجونه تر سحر ۶ بجو پوری وخت ورکړی.

یو څو میاشته مخکښې هم د هندوستان منګلور ښار کښې د غږ جګی نه اذان ورکول باندې بندیز لږېدلی وو.

که څه هم د هندوستان ځنې مسلمانان هم په دې باور دې چې حساس ځینو سره د لکه روغتون او هم دا رنګ له غږ جګی ډېر استعمال له علت سره دا ستونزه را پېښه شوی، خو ولی په هندوستان کښې په مسلمانانو دینی بندیزونه یواځې دا نه دې، دا رنګ نور بندیزونه هم شته لکه د جمعه لمونځ باندې بندیز او د جمع لمونځ باندې بندیز هم مخی ته راغلې.

د هندوانو چې په هندوستان کښې اکثریت هم لرې او د مسلمانانو تر منځ دښمنی د حجرات سیمه کښې ۲۰۰۰ مسلمانانو وژلو سره په کال ۲۰۰۲ کښې ړومبی ځل پیل شوی وه.

د نارندرا مودی ړومبۍ وزیر په توګه انتخاب عمومی چاپیریال یی د مسلمانانو خلاف کړی، د مسلمانانو د وژلو په وخت مودی د ګجرات ولایت سر وزیر وو او په دې جریان کښې څه ښه کردار نه وو ادا کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1435720

captcha