قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د ابنا نړیواله خبرونو نه په نقل، د انګلیس مسلمانانو د شارلی ابدو له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم توهین نه ډک کاریکاتور خپرولو باندې د لاریون په شکل کښې محکوم کړو.
د «اکسپرس تریبیون» راپور له مخې، لاریون کونکو د وایت هال منطقه ته نږدې د انګلیس ړومبی وزیر دفتر سره غونډه شوی وو، دوې په لاسونو کښې لوحې پورته کړی وې چې پرې لیکلې وو د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم لپاره اقدام وکړی.
د لاریون کوونکو سازمان د شارلی ابدو په دفتر باندې اسلحه والو برید او د دې خپرووونکی له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کړی او دا یی یو غلط اقدام وټاکلو.
د دې راپور له مخې، لاریون کوونکو د ۱۰۰ زرو لاسلیکو مسلمانانو عریضه د انګلیس ړومبۍ وزیر کامرون په دفتر کښې ورکړه.
http://iqna.ir/fa/News/2826960