قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، دا اور د اتبار په ورځ سهار لږېدلې وو چې علت یی د ډزوونکو څيزونو چاودنه وه چې له جشن د ورځې لپاره اخیستلې شوی وو.
دا پېښه تقریباْ د ویشو مراسمو نه څلور ورځې مخکې د کرالا ولایت پوتینګال معبد کې ترسره شوه، ویشو د هندي نوې کال جشن ورځ ده چې د مراسمو پيل کولو شهرت یی آتش بازی سره دي. دا چاودنه دومره قوي وه چې د معبد ساختمان ورسره پرېوتو.
د محلې رسنۍ له مخې، اور قابو شو او ښکار شوي کسان د کولام ښار روغتون ته منتقل شوی.
ډېر ژوبل شوی کسان یی د کرالا مرکزی روغتون کې بسترې شوی دې.
د کرالا ولایت دنننی چارو وزیر رامش چنیتهالا په دې اړه وویل: پولیس او د اور وژونکې ادارې کسانو د اور قابو کولو او د ژوبل کسانو روغتون ته منتقل کولو لپاره ټوله شپه فعالیت ترسره کړي.
چنیتهالا وویل: دا معبد هر کال د آتش بازۍ مراسمو کوربه وې، مونږ خپل ټول کوښښ په اور کې بندې شوي کسانو نجات لپاره ترسره کوو.