قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایندیپنډنټ ورځپاڼې نه په نقل، د «برونئی ټایمز» ورځپاڼې پرون یی د بندېدو اعلان وکړو او د خپلو ټولو فعالیتونو نه یی لاس واخیستو.
دې ورځپاڼې د ۲۶اکتوبر(۵ آبان) په ورځ یوه مقاله کې لیکلې وو چې د عربستان اقتصادي ستونزې د حج او عمره وېزه کې د نرخ زیاتوالي سبب دي.
دغه مطالب په دغه مقاله کې دې ورځپاڼې د یو نا معلومه عربی سفارت کار له خولې نقل کړي وو.
دې ورځپاڼې د دې مقالې په اړه د بښنې نه ورستو بې له هیڅ توضیح نه خپل ویبپاڼه، فیس بک او ټوئیټر هم بند کړل.
برونئی ټایمز ورځپاڼه لس کاله وړاندې خپل فعالیت شورو کړې وو چې په کې ۱۱۰ کسانو کار کولو.
برونئی د مالیزیا په ګاونډ کې د ۴۲۰ زره اوسېدونکي چې زیات په کې اهل سنت مسلمانان دي سره یوه وړوکې هیواد دي.
http://iqna.ir/fa/news/3544695