قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د andaluspress.com خبرونو ویبپاڼه نه په نقل، د برازیل دوه سندرغاړو، یو سندر د ویډیو کلپ په شکل کې خپره کړې چې په دغه سندره کې یی د قرآن کریم آیتونو نه استفاده کړي.
په دغه ویډیو کلپ کې چې په کې د رقص او نامناسبه انځورونه ښودلې کېږي د قرآن کریم د سپکاوی لپاره د آیتونو نه استفاده شوي چې په عربی او اسلامی هیوادونو کې سختو نیوکو او اعتراض سره مخامخ شوي دي.
دا ویډیو کلپ د مسلمانانو اعتراض او نیوکو له وجهې په یوټیوب کې خپرېدو باندې بندیز ولږېدو، خو ولی یو بل ټولنیزې پاڼې «هغه ویډیو چې مسلمانان یی چمتو کړل» عنوان سره د خپرولو اقدام ترسره کړي.
د توجه نکته دا ده چې د دغه ویډیو کلپ باندې په یوټیوب کې بندیز نه ورستو بیا هم د برازیل او د دغې سیمې چارواکو له اړخه دې ویډیو ته چې په کې د مسلمانانو او قرآن کریم او اسلام سپکاوې شوې هیڅ توجه نه ورکړي
د اروپا په ځنې هیوادونو لکه ایتالیا، یونان، ایرلند، فنلاند، آلمان او... کې د مقدساتو توهین او سپکاوې جرم ټاکلې شوي او قانونی سزا لري.
http://iqna.ir/fa/news/3653216