قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Forbes خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا والتر تامیسن پوهنځې د نوې څېړنو په پایلو کې په نښه شوي چې که څه هم په ظاهره د آسیا د شرق جنوب سیمې په ښځو کې بدلون روان دي خو ولی د مذهبي عقیدې په توګه هغوي محکمې دي او دا مسئله د فیشن ، ښکلا، ټیکنالوژي او د خوړو صنعت لپاره ډېر اهمیت لري.
په دې څېړنه کې له مالیزیا او اندونیزیا ۱۰۰۰ مسلمانو ښځو چې اکثریت یی د ۱۸ نه تر ۳۹ کاله عمر لرو سره مرکه شوي.
دا څېړنې په ګوته کوي چې دین، د دې ښځو په ژوند کې یو مهمه مسئله ده او ۹۴٪ له دغو نه دا ومنله چې اسلام د هغوي لپاره ډېر مهم دي.
همدارنګه د ښځو دې ډلې دا باور لرو چې د ښځو لپاره د فعالیت کولو فرصت له مخکې نه زیات په لاس راوړی خو ولی نور زیات ازادی ته اړتیاوې لرې او باید له دې نه زیات په خپل ټولنه کې او حکومت کې خپل خدمات وړاندې کړي.
د آسیا په جنوب شرق سیمه کې ۲۴۰ ملیون مسلمانان مېشت دي او اندونیزیا کې د نړۍ ترټولو زیات مسلمانان اوسېږي، د مالیزیا مسلمانان هم له ۳۰ ملیون شمېر سره د دغه هیواد د ټولنه ۶۰٪ جوړېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3667742