قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د منامه پوسټ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین انقلابې ځواکونو په یوه بیانیه کې اعلان کړي: د بحرین حکومت او د امریکې، انګلیس او سعودي چمچې د دې خطري مسئول دي چې آیت الله عیسی قاسم تهدید کوي.
په دې بیانیه کې چې په ۱۴ فروري باندې د الوفاء الاسلامی، العمل اسلامی، د حق او د اخلاص تحریک له اړخه خپره شوي د بحرین له ملت نه غوښتنه شوي چې د آیت الله عیسی سره پيوستون لپاره د انقلاب پلوی سره په احتجاج کې ګډون وکړي.
د بحرین انقلابې ځواکونو همدارنګه د بحرین له حکومت نه غوښتنه کړي چې د شیخ عیسی ظالمانه محاصره ختم کړي او هغه ته اجازت ورکړي چې ازادی سره او بې له څه بند او شرط خپل علاج وکړي.
د بحرین اعتراض کوونکو همدارنګه په دې بیانیه کې ګواښ ورکړی: مونږ به هر قانوني وسیله سره خپل انقلابې اقداماتو ته ادامه ورکوو تر دې چې د بحرین ملت ته قانونی حق چې باید د خپل قسمت فیصله پخپله وکړي او ځان له سیاسي نظام انتخاب کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3668517