د ایکنا راپور له مخې، د www.enferaad خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، فهد عفاسی په دې اړه وویل: دا ایپلیکیشن د کویت د اوقاف او جوماتونو وزارت برخې په همت سره جوړ شوی او په موبایل کښې د انسټالېدو توان لري.
هغه دې ته اشارې سره چې دا ایپ د کویت له ۱۵۰۰ نه زیاتو جوماتونو اطلاعات لرې او وې ویل: د دې ایپ جوړولو موخه د کویت د اوقاف وزارت خپلو فعالیتو ته په بېلابېلو برخو کښې وده ورکول ده چې د جوماتونو چارې له دغه فعالیتونو نه یو فعالیت دی.
فهد عفاسی څرګنده کړه: د دې ایپلیکیشن ډیزاین او جوړول د جوماتونو فعالیتونو زیاتوالی او خپل ماموریت ترسره کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.
هغه په ادامه کښې وویل: دا ایپلیکیشن د کویت په شپږواړه ولایتونو کښې د جوماتونو د جغرافیایي موقعیت ټاکلو او د هغې د فعالیتونو او وړاندې کوونکې خدمات په اړه جامع اطلاعات لري.
د کویت دې چارواکې په اخیره کښې له اورېدونکو غوښتنه وکړه چې خپل وړاندیزونه د فعالیت ښه کولو لپاره د کویت اوقاف وزارت جوماتونو برخې ته وړاندې کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3717682