IQNA

طالبانو د سولې په اړه د حکومتي چارواکو ادعاوې رد کړې

0:41 - July 07, 2018
د خبر لمبر: 3481308
نړیواله ډله: وسله والو طالبانو د سولې په اړه د حکومتي چارواکو څرکندونې د ذهنونو خرابول وبلل او د هغوى ادعاوې يې رد کړې.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس ډاکټر اکرام خپلواک چې د چنګاښ په ١٣مه د ولسي جرګې غونډې ته د سولې بهير د وضاحت په اړه ور غوښتل شوى و، وويل، هيله لري چې په راتلوونکو اوونيو کې به په دويم پړاو کې وتوانېږي چې بين الافغاني مذاکراتو ته ورسېږي
هغه څرګنده کړې چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې به پيل شي خو په پاکستان کې نه، خو د بل ځاى نوم يې هم ياد نه کړ.
خپلواک زياته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو يوه ناسته ترسره او ژر به له وسله والو طالبان سره د حکومت د سولې په اړه ستر ملاتړ پيل شي.
د وسله والو طالبانو له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له پرون راهیسې بیا د کابل ادارې په اصطلاح د سولې شورا غړو او ځینو نورو ولایتي مسوولینو اوازې خپرې کړي چې ډېر ژر به له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي.
سرچينې زياته کړې چې دوى دا ادعاوې یوځل بیا ردوي، طالبان داسې پروسه په کوم ځای کې نه لري، بېلابېل حکومتي ارګانونه او افراد غواړي په داسې اوازو سره اذهان مغشوش کړي.
خبرپاڼه وايي چې طالبان د مذاکراتو په اړه څرګنده پالیسي لري چې په کراتو اعلان شوې، خو اساسي مسئله د بهرنيو ځواکونو شتون دى چې دا د ټولو ستونزو مور بلل کېږي.
له دې مخکې د سولې شورا منشي امين الدين مظفري هم ويلي و چې په نږدې راتلوونکې کې به د سولې په اړه خلک ښه زيري واوري.
دغه راز په پاکستان کې د افغانستان سفير عمرزاخېلوال ويلي چې د افغان سولې په اړه له پاکستانيو چارواکو سره په خبرو کې ښه پرمختګ شوى دى.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74411

captcha