د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د صهونزم دنړیوالې ادارې یوه غړی او خبریال او لیکوال مهدی مجیدپخپلې ټولنیزې پاڼې کې د صهونیسټ رژیم دپوځی صنائعو له شرکت سره د یوې اړونده سرچینې له قوله لیکلی دی ،متحده عربی اماراتو د د اماراتو د الجبتور تجارتی شرکت له لارې د اسرائیلو له آئی ایم آئی نومې پوځی صنائعو له شرکت سره د مرکاوا ټانکونو او یوسل پنځه میلی میټره کلیپر توپونو داخستو لپاره د کابو دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی .
څه موده مخکې هم د صهونسټانو معاریو ورځپاڼې پّه متحده عربی اماراتو داسرائیلو د جوړو شوو وسلو په پټه له خرڅلاؤ پرده پورته کړې او لیکلی ئې دی ، دتل ابیب پوځی چارواکی له کلونو راهسې په لټه کې دی ، چې په پټه اماراتو ته سفرونه وکړی او له دغه هیواد سره د وسلو دپیرپلور تړونونه لاسلیک کړی . همداراز د صهونیسټ رژیم دجنګ وزیر موشه یعلون هم وئیلی دی ، چې عربستان او متحده عربی امارات د اسرائیلو نوی دوستان دی
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75569