د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، بلاخره د ا مریکا په حکومت کې د استعفی ګانو او څنګة کیدا څپې د دغه هیواد دفاع وزیر هم پرې نه ښود. دامریکا دوخت دفاع وزیر جیمز ماتیس چې د امریکا په پوځ کې زیات شمیر قوماندانانو هغه لیونی سپئ بالۀ، بلاخره هم له ډونالډټرمپ سره د ملګرتیا له دوامه لاس په سر شو ا دسپینې ماڼۍ په سیاستونو په اعتراض کې دامریکا له دفاع وزارته څنګ ته شو .
دغه فیصله له سورئې دامریکا ددرستو پوځیانو دوتلو دناڅاپی خبر له اعلانه یوه ورځ وروسته شوې ده . دامریکارسندویو وئیلی دی ، چې ټرمپ له سورئې دامریکائی پوځیانو د ویستلو دخبر داعلانولو لپاره له جیمز ماتیس سره مشوره نه وه کړې او دپنټاګان د مشرۍ په څوکۍ دهغه مخالفتونو ته دامریکا ولسمشر هیڅ توجه ونه کړه . په عین حال کې ځینی ګمانونه ددې ښودنه کوی ، چې په روانو میاشتو کې له عراق او افغانستانه هم دامریکا د درستو یا یوې برخې پوځیانو دویستلو زمزمې ، د پنټاګان دمشر لپاره کار ختم کړ، څو خپله استعفی دامریکا ولسمشر ته ډالۍ کړی ، یواداسې موضوع چې ډیره زر هم ومنل شوه . .
البته دامریکا دولسمشر او دفاع وزیر ترمینځ اختلافات ، د اوسنی حکومت دجوړیدا هماغو لومړنیو شپو ورځو ته ورګرځی . وئیل کیږی ، امریکا ته د ځینو اسلامی هیوادونو د ښاریزو دسفر د منع کیدا دفرمان دصادریدا په پیښې او همداراز دامریکا او جنوبی کوریا دګډو مانورو د درولو او له پناه غواړو سره د مخامخیدا لپاره له میکسیکو سره ګډو پولو ته د عسکرو له لیږدولو سره دامریکا دفاع وزارت مخالفت کړی ؤ . په عین حال کې ډونالډټرمپ دامریکا له بل هر ولسمشره زیات، د دفاع وزیر او دپوځ لوړپوړو قوماندانانو ته بې پامی کړې ده .
داسې ښکاری د ډونالډ ټرمپ لپاره د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالیتوب وار د واره د امریکا د پوځی اوامنیتی چارواکو له سپارښتنو لا مهمه وی . ټرمپ هیله مند دی ، له سورئې د وتلو ، له پولو د ورآخوا دجنګونو د لګښتونو دکمولو او دپولو دامنیت دتامینولو په څیر په ژمنو باندې په عمل سره دوه کاله په وروسته راتلونکو انتخاباتو کې د خپلو رایو دله لاسه ورکولو مخنیوی کوی . په عین حال کې دغه شان ځان ته مَزل کول ، د حکومت په داخل کې د بغاؤت او په کانګرس کې دټرمپ د ګوندی کسانو د سختې غوسې لامل شوی دی . د جیمز ماتیس استعفی هم دامریکا په کانګرس کې د هردواړو ګوندونو دغړو غوسه راپارولې ده . هغه هم په داسې شرائطو کې ، چې نور د کابینې یوه بل پوځی چارواکی اوجنرال جان کلی هم د سپینې ماڼۍ د کارکونکو د کمیشن د مشر له مهمې څوکۍ استعفی ورکړې او تر دط دمه په ملګروملتو کې د امرکیا د نمایندګۍ د څوکۍ مسئولیّت هم مشخص شوی نه دی .
د امریکا یوه جمهوری سناتور مارکو روبیو وئیلی دی ، دجیمز ماتیس استعفی په بشپړ ډول روښانه کوی ، چې مونږ د دیوې سترې سیاسی تیروتی لړۍ په لور حرکت کوو ، چې د مونږ هیواد به له سختې خطرې سره مخامخ کړی ، دمونږ ائیتلافونو ته به تاوان ورسوی او دښمنان به پیاوړی کړی .
په هر حال اوس دامریکا بهرنی اوامنیتی سیاست د ډیرو بلواؤ او شکمنو مرحلو په څپانده سمندر کې غوټې وهی . د ډونالډ ټرمپ په نمایندګۍ داقتصاد ملی پالنې بهیر هڅه کوی ، دامریکا دنړیوالې ا مپراتورۍ دروند پیټی سپک او کم کړی .،څو د دغه هیواد د داخلی بیا رغاونې امکان برابر شی . په داسې حال کې چې ، په امریکا کې اصلی بهیر ،یعنی د مخینه لرونکو سیاستوالانو ، د استخباراتی اواطلاعاتی ټولنې دغړو ، لوړپوړو پوځی قوماندانانو او د ځینو رسنیدویو پشمول سیاسی تشکیلات د غه شان کړچار ، دامپراتورۍ ددړې وړې کیدا پیلامه ګڼی او ورسره مخالفت کوی . د دغو دوو بهیرونو مخامخیدنه ، وار د واره ، د امریکا د دفاع وزیر له استعفی لاستربدلونونه له ځان سره درلودلی شی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i79079