IQNA

د بغداد په شمال کې د متحده ایالاتو پوځي اډه باندې له ۱۰ توغندیو سره برید

22:09 - March 12, 2020
د خبر لمبر: 3482888
تهران(ایکنا) - خبري سرچینو د ۱۰ کاتیوشا توغنديو په شمالي بغداد کښې په تاجي پوځي اډې چرته چې امریکایي عسکر مېشت دي د لګېدلو خبر ورکړ.

عراقي امنیتی سرچینو وویل چې په ۱۰ کاتیوشا توغندیو په بغداد کښې د تاجي پوځي اډه ویشتلې شوې ده.
د عراقي امنیتی چارو د رسنیو څانګې په بیانیه کښې راغلې چې دا برید د هیڅ تلفاتو لامل نه دی شوی.
په دې بیانیه کښې راغلي چې دغه پوځي موټر چې له هغې څخه توغندي ویشتل شوي، په داسې حال کښې چې درې نور توغندي لاهم توغول شوي نه وو، د بغداد د راشدیه سیمې په جنوب کښې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د خبر تکمیل
د امریکایي تلویزیون چینل یو خبریال وایې د عراق په یو پوځي اډې بادې په برید کښې چې د لویدیځ ځواکونو په کښې شتون لرلو، ۲ امریکایي او یو انګلیسي پوځي مړه شوي دي.
3884848

captcha