دا لرغونې او کمیابه مرکه د عربستان خبریال مرحوم ماجد الشبل، پنځوس کاله وړاندې ترسره کړې وه.
استاد عبدالباسط په دغه مرکه کښې لومړی په لنډ مهال د ځان په هکله خبرې کوي او کله چې الشبل له هغه څخه د زږیدو تاریخ ترې پوښتې، نو په مینه ځواب ورکوي چې د زږیدو کال یې ۱۹۲۷ دی.
د نړۍ دا مشهور قارې په دوام کښې د سبع قرائات(د قرآن کریم اوه قرائتونه) په اړه وایې چې دا قرائتونه له اووه قاریانو عبدالله بن عامر، ابن كثیر المكی، عاصم بن بهدله الكوفی، ابو عمرو البصری، حمزه الكوفی، نافع المدنی او الكسائی الكوفی ته منسوب ګڼي.