IQNA

د افغانستان د حالاتو ترینګلتیا د پاکستان او ایران لپاره مشکل راولاړوي

19:24 - December 09, 2021
د خبر لمبر: 3485096
تهران (ایکنا) – د پاکستان لومړي وزیر د امریکا په وسیله دافغانستان د شتمنیو دتړلو په دوام په نیوکو اوپه دغه ګاونډي هیواد کې په انساني بحران په انديښنې څرګندولو سره ووئيل ، د افغانستان د حالاتو خرابیدا به دوو نزدو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران لپاره مشکل جوړونکي وي .

ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن په اسلام اباد کې د ؛سوله ایزې او پياوړي جنوبی ایشیا ؛ په عنوان سره  د ۲۰۲۱کال په اسلام اباد کنفرانس کې پخپلې وینا کې  چې د اسلام اباد دسټراټژيکو مطالعاتو د  اکاډمۍ په اهتمام سره ترسره شوي ، دافغانستان حالات اندیښمونکي وبلل او  ددغه هیواد له ولس سره ئې دمرستې لپاره د نړیوالو د بیړې او چکټتیا غوښتنه وکړه .

عمران خان پخپلې وینا کې امریکا ته په خطاب کې ووئيل ،ترڅو چې دوي واقعیّت درک نه کړي ،  چې   د افغانستان شتمنۍ آزادې او ددغه هیواد  د بانکي نظام د فعالیت اجازت ورکړي ،د افغانستان  د ولس حالات به لابدتر شي او نتیجې به  ئې د نورو ګاونډیو هیوادونو لمن هم راګیره کړي .

 هغه په دوام کې ووئيل  په افغانستان کې دګډوډیو د  زیاتیدا اغیزې به پاکستان اوایران ته  هم متوجه شي  او مونږ به د پناه غواړو له ستر چیلنج سره مخامخ شو. دپاکستان لومړي وزیر  همداراز ووئيل ،اصلی بحث، په افغانستان کې د څلویښت میلیون خلکو  په مشکلاتو غور کول دي  او که نړیواله ټولنه سملاسی مثبت رول ونه لوبوي ، نو درسته سیمه او نړیوال هیوادونه به  په افغانستان کې  د  انساني بحران او بې ثباتیو له امله  له سختو او جدي مشکلاتو سره مخ شي .

https://www.irna.ir/news/84571296/%D

captcha