IQNA

ایران په اوکراین کې د انسان دوستۍمرستو لیږدولو ته تیار دی

14:22 - April 14, 2022
د خبر لمبر: 3485681
 تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په کی یف کې د ایران د ټولو سیاسي دفترونو او د سفارت د امنیت په خوندیتوب ټينګار وکړ .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران خارجه وزیر امیر حسین عبداللهیان بیګا له خپل اوکراینی سیال دمیترو کولبا سره په ټیلیفوني تماس کې د ډیپلماټیکو مرکزونو د خوندیتوب د ضرورت او د بشري مرستو د لېږد په هکله خبرې وکړې.

امیر عبدالهیان جنګ سره په مخالفت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ په روښانه کولو او سیاسي حل لاري ته په اشارې سره، وویل: ایران هیله لري د دواړو لورو خبرې اترې د سولې او ثبات زمینه برابره کړي.

هغه اوکراین ته د ایران د سرې میاشتې له کمیټې څخه د ډاکټرانو لېږدولو ته په اشارې سره، یادونه وکړه: په کی یف کې د ایران د ډیپلماټیکو ځایونو د امنیت خوندیتوب یوه ضروري چاره ده.

دمیتری کولبا هم د ایران له دریځه په ستاینې سره، وویل چي هیواد به یې د ډیپلماټیکو ځایونو د امنیت په تامینولو کې پوره هڅه وکړي.

دوې اونۍ مخکې په کی یف کې د ایران سفارت په یوه بیانیه کې وویل چي په اوکراین کې د جګړې د دوام له امله فعالیت نه شي کولای او د حالاتو تر برابرېدو پوري به خپل سفارت د مولداوي پلازمینې ته ولېږدوې.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114730

captcha