تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ مشر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د هغو دښمنانو په وړاندې د رسول ا... بزرګوار(ص) ملګرتیا،چې د هغه له رسالت سره جنګیدل او دهغه سپکاوی ئې کوۀ،د ایمان له ضرورتونو څخه یو ضرورت دی.
الحوثي روښانه کړې ده،بایدله هغه فسادګر شیطاني جنګ سره د مقابلې لپاره،چې د اسلام له اصولوڅخه د امت د جدا کولو لپاره هڅه کوي ،باید په صحنې کې حاضر شو.
د هغه په وینا،لویدیځي تکفیری جبهه، داسلام دامت په ضد ګډې موخې تعقیبوي.