ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د مصر الازهر اسلامی مرکز د لړم یا عقرب په دوویشتمه نیټه د ترکیې په استانبول ښار کې ترهه ګره پيښه په سخته محکومه کړه.
د الازهر په اعلامیې کې چې په فیس بوک کې خپره شوې راغلی دی؛ الازهر په دغه سخت مصیبت کې د ترکیې له جمهوریت سره خپل پيوستون اعلانوي او ټينګار کوي چې د عامو خلکو ټارګټ کول فساد فی الارش او له دینی او انساني ارزښتونوسره په توپیر کې دی.الازهر په دغې اعلامیې کې ددغې پیښې په باب د قربانیانو کورنیو او دترکیې ولس ته دزړه له کومې تسلیّت وئيلی دی.
وئيل کیږي، چې په دغې ځان مرګي حملې کې د خبر ترمخابیره کیدا پورې شپږ کسان وژل شوي او څه دپاسه اتیا نور ټپیان شوي دي دغه پيښه زیاترو هیوادونو هم په کلکه غندلې ده، البته د ترکیې دکورنیو چارو وزارت د امریکا له خواد تسلیّت وئيلو بیان باندې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ، چې همدغه امریکا د هغوترهه ګرو او جنایتکارو تر شا ولاړه ده چې دغه شان جنایتونه کوي. د ترکیې کورنیو چارو وزیر وئيلی دي چې ددغه جنایت یوعامل چې د پی کې کې ډلګۍ غړی دی نیولی ئې دي.