IQNA

د ایران استازی،د ماسکود قرآڼ په نړیوالو سیالیو کې اولسم اجراکونکی شو(فلم او انځورونه)

16:07 - November 20, 2022
د خبر لمبر: 3486481
ایکنا-(تهران) د ماسکو د قرآن دقرائت په شلمو نړیوالو سیالیو کې د ګډون کونکو داجرا پرانیستونکي دستورې  او دترتیب اجرا ترسره شوه و په هغو کې د ایران نماینده سید مصطفی  حسیني د تلاؤت لپاره د اولسم قاري په توکه وټاکل شو.

ایکناخبري آژانس د الاسبوع له قوله راپور راکړ،د ماسکو د قرآن کریم دقرائت دنړیوالو سیالیو د شلم پړاؤ پرانستونکي دستورې چې د روسیې دمفتیانو د شورا او د مسلمانانو دټولنې په همت سره ترسره کیږي،دلړم په اوویشتمه نیټه ترسره شوې.

دغه دستورې د روسیې دپلازمینې ماسکو جامع جومات کې د روسیې د مفتیانو دشورا د مشر مفتي شیخ راویل عین الدین  او د روسیې د فیډریشن  د مسلمانانو دمذهبی  مرکزي ادارې په همت سره ترسره کیږي.

په دغو پرانیستونکو دستورو کې د مفتی عین الدین په استازیتوب د سیالیو د ترسره کونکي کمیټې مشر شیخ روشن خضرات عباس اف  ګډون کونکو ته ستړی مه شئ  ورکړ و هرکله راشه ئې ورته ووئيل ااو زیاته ئې کړه،د سیالیو کوربتونب د ماسکو لپاره لوي ویاړ دی. هغه د کرونائي بحران په دلیل  له دوه کلن ځنډه وروسته د دغو سیالیو د ترسره کیدا او د  ګډون کونکو دشمیر زیاتیدا باندې خوښي وښودله اوټينګار ئې وکړ،  د سیالیو له نتیجې چې ورتیر شو، هرڅوک چې په دغو سیالیو کې ګډون کوي،د قرآڼ کریم د حفظ او قرائت په برکت سره ګټونکی دی.

ددغو سیالیو فعالیتونه د لړم یا عقرب د میاشتې په اته ویشتمه پیل شوي او تر درو ورځو پورې به دوام ومومي او په دغو سیالیو کې به د اسلامی او عربی هیواونو نمایندګان پخپلو کې سره سیالۍ وکړي.

د ماسکو د قرآن کریم د سیالیو غږملونکي مسئول اسماعیل ګوندولین  هم ووئيل،دغه سیالۍ چې سږکال ئې شلمه پړاؤ ترسره کیږي،په لومړي ځل په ۲۰۰۰کال کې پیل شوي دي. ګوندولین ددې خبرې په کولو سره چې دغه سیالس د قرائت په څانګې کې او دغږ په بڼه ترسره کیږي،ووئيل، دغه سیالۍ په اسلامی نړۍ کې د قرآن کریم  په یې ترټولو مهمې سیالۍ بدلې شوي دي او سږکال  پکې له یویشتو هیوادونو سیالي کونکي ګډون کوي.

نماینده ایران، هفدهمین قاری مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

نماینده ایران، هفدهمین قاری مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

نماینده ایران، هفدهمین قاری مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

نماینده ایران، هفدهمین قاری مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

نماینده ایران، هفدهمین قاری مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

نماینده ایران، هفدهمین اجراکننده مسابقات بین‌المللی قرآن موسکو

https://iqna.ir/fa/news/4100631

captcha