IQNA

پاکستان له ترهه ګرۍ سره د امریکا مبارزې ته د شک په سترګه ګوري

14:56 - December 21, 2022
د خبر لمبر: 3486635
ایکنا-(تهران)د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکا شتون او د هغوی د عسکرو بې کفایتۍ ته په اشارې سره، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړې چې آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مقابلې توان لري؟ په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کوي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په خیبر پښتونخوا صوبه کښې په یوه امنیتی مرکز کښې د تحریک طالبان پاکستان د ترهه ګرۍ له پیښې او یرغمل نیونې او د امنیتی مرستې لپاره د امریکاد وړاندیز په تعقیب او د یرغمل شویو کسانو سره د چلند په هکله نیوکې وکړې.

د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکا شتون او د هغوی د عسکرو بې کفایتۍ ته په اشارې سره، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړې چې آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مقابلې توان لري؟ په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کوي.

د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد په خیبر پښتونخوا ایالت کښې په یوه امنیتی مرکز کښې د ترهګرو له خوا د یرغمل نیونې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هغه څه ته اشاره وکړه، چې په امنیتي برخه کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ نږدې ملګرتیا، د یرغمل حالت سره د مقابلې لپاره پاکستان ته د امریکا د مرستې وړاندیز وکړ.

د بنو په ښار کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو د مرکز د پاکولو عملیات تیره شپه د ټولو یرغمل شویو په ازادولو سره پای ته ورسیدل او په ترڅ کې یې ۲۵ ترهګر ووژل شول. یرغمل نیونکي د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لري او په پورته عملیاتو کې څلور امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر د هیواد په ډیرو سیمو په تیره بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کښې له افغانستان سره د سرحدی صوبې په توګه د ترهګرو نویو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان حالاتو په پاکستان باندې ډیر اغیز کړی او مونږ په یو پیچلی حالت کښې یو.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پاکستان ته د مرستې وړاندیز کوي.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i125172

captcha