ایکنا خبری آژانس د المصری الیوم خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د مصر د السیوط ولایت د ښونځیو د زده کونکو ترمینځ دینی او قرآني سیالۍ، دترټولو ښه تجوید،تر ټولو ښه آذان او ددینی نعتونو او مداحئ په مختلف څانګو کې ترسره شوې.
ددغو سیایو په پای کې چې د انجونو ،هلکانو او دخاصو اړتیاؤ لرونکو کسانو په وسیله ترسره شوې یو سل څلویښت زده کونکي وتوانیدل ددغو سیالیو په مختلفو څانګو کې برلاسه روتبې وګټي.
ددغو سیالیو برلاسه کسانود هغوي ته د ډالیو د ورکولو دستورې ، د السیوط ولایت د ښونې او روزنې دادارې په همت او د اسیوط د ګورنر عصام سعد په شتون سره ترسره شوې او د مصر د پارلیمان استازي احمد الشناوي ،په السیوط ولایت کې دمصر د ښونې او روزنې د وزارت استازي عبدالعزیز الزنار او یو شمیر نورو مسئولانو او د زده کونکو د و سرپرستو په شتون سره ترسره شوې.
میډالونه، دقران کریم نفیسې نسخې او نغدې جایزې هغه ډالۍ وې چې ددغو سیالیو د انجونو او هلکانو په دوو برخو کې برلاسه کسانو ته ورکړل شوې .
په دې اړه یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړانډې کیږي.