IQNA

د مصر دقرآن نړیوالو سیالیو نهه ویشتم پړاؤپه سلواغې میاشت کې ترسره کیږي

16:14 - January 09, 2023
د خبر لمبر: 3486727
ایکنا-(تهران)د مصر د اوقافو وزارت ویندوی عبدالله حسن عبدالقوی دروان لمریز کال د سلواغېی یا یولسمې میاشتې په مینځیو کې د مصر د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه ویشتم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس البوابه نیوز  له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ به د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسی په څارنې سره  د سلواغې له پنځلسمې تر نولسمې نیټې پورې تر پنځو ورځو پورې  په قاهرې کې ترسره شي او په دې کې به ګډون کونکي په اتو څانګو کې له یوه بل سره سیالۍ وکړي.

د قرآن کریم حفظ او دآیتونو کلی مفهومونه او موخې(سړي او میرمنې) له ۴۵کلونو کم عمر لرونکو لپاره ترسره کیږي، او دغه راز دټول قرآن کریم د حفظ او د مفهومونو د درک او یادونې په موخې سره پکې ګډون ، البته د یوې کورنۍ درې غړي پکې ګډون کولی شي او دغه رازد قرآني علوموله بحثونو او تفسیر سره بلدتیا هم  ددغو سیالیو برخې دي .

همداراز تر پنځوس کلونو پورې  عمر لرونکو  لپاره هم په سبع قرائاتو( په اوو کسانو ډلې سره د قران تلاؤت) سره  دقرآن حفظ،  او ترڅلویښت کلونو پورې  غیر عرب ژبو لباره د قرآن حفظ اود پرکَوټو او کم توان لرونکو کسانو لپاره دقرآنی سورو  د معنا او کلی  اهداف  په درک کولو سره  چې عمرونه ئې هم تر پنځه دیرشو کلونو پورې وي،  د مصر دقرآڼ د نړیوالو سیالیو د نهه ویشتم پړاؤ نوره څانګې وي.

له پنخلس کلونو کم عمره زلمیان  هم د قران کریم د دیرشمې  سپارې د کلماتو او تفسیر په درک سره د قرآن د کریم دحفظ په څانګې کې  د  زلمیانو په ډلې کې  له یوه بل سره سیالي کوي او سیالي کونکي  به   د بیلګه حافظ په توګه به د مصر یو لک پونډ جایزه هم وګټي.

https://iqna.ir/fa/news/4113151/%D8%A8

captcha