IQNA

د ایران د قرآن د نیړوالو سیالیو د ۳۹پړاؤ د داخلی او بهرنیو قاضیانو نامې اعلان شوې

16:21 - January 12, 2023
د خبر لمبر: 3486741
ایکنا-( د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د سیالیو د پنځلسو ایرانیو او دوو بهرنیو قضاؤت کونکو قاضیانو نامې  اعلان شوې.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ،د ایران د قرآن دنړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ چې د قراني چارو او خیریه  ادارې  په ملګرتیا سره ترسره کیږي، د قاضیانونامې اعلان کړې، چې په هغهو کې د عراق او افغانستتان قاضیان هم شامل  دي.

په راپور کې وئيل شدي وي چې  په سړیو قاضیانو کې محمد جواد رجائي دتجوید په څانګې کې ،نصر ا لله حسینی د غږ، رضامحمدپور د لهجې، سعید فیاض د ابتدا او وقف او حمید رایتی  او محمد صادق نصر الهي ، دحفظ او حسن په څانګو کې  قضاؤت ترسره کوي. ددغو قاضیانو مشري هم د سید علی سرابی په غاړه ده  او په تخنیکي برخې کې هم هاشم روغني  ورباندې څارنه کوي. د افغانستان سید احمد غفاري او دعراق احمد عادل عبدالباری  هم د قاضیانو په کمیټې کې شامل دي.

دمیرمنو د برخې دقاضیانو په کمیټې کې  میرمن مرضیه دیاني د تجوید،،میرمن ملیحه اسحاق نژاد دغږ،میرمن لیلابایست د لهجې، میریم  خطیب د ابتدا او وقف او میرمن زهرا افخمي  او میرمن مریم سعیدی  هم د فقظ  دحسن په څانګې کې قضاؤت ترسره کوي.

د میرمنو د کمیټې  مشري هم میرمن مریّم خطیب او دتخنیکی برخې  کې هم میرمن اعظم الماسي  مسئولیّت په غاړه لري.

ټاکل شوې ده د قرآن دنړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د نهائي مرحلې  فیصله  به د قاضیانو په وسیله په آنلاین توګه وي چې راوانې اونۍ به ترسره شي.

https://iqna.ir/ur/news/3513579/%D8%

captcha