ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران د قرآن دنړیوالو سیالیو دوې ګټونکي بهرنۍ میرمنې،د افغانستان میرمن آمنه شیرزاد او د لبنان میرمن لیلی عفاره چې په دغو سیالیو کې ئې دوهم اودریم ځائيګی ګټلی دی،وائي د یوې میرمنې لپاره حجاب او ستر هيڅ محدودیّت نه رامینځة کوي،بلکې دا د یوې غوره میرمنې لپاره ددنیا له ککړتیاؤ خوندیتوب او عظمت ډالۍ کوي.
د لبنان میرمن لیلی عفاره ددې خبرې په کولو سره چې حجاب او څادر ئې ددې لپاره چې زینبی ستر دی ، غوره کړی ووئيل،ستر او حجاب د میرمنو لپاره لازیات خوندیتوب او ښکلا ډالۍ کوي او په ټولو ډګرونو کې پخپل ستر سره په شتون یواړي او دا په ټولو ډګرونو کې داقتدار او توانمنۍ یوه نښه ګڼم
په دغو سیالیو کې د میرمنو په برخې کې د لومړي ځائيګي ګټونکي دغنا هیوادمیرمن آمینه ابراهیم هم وائي له څلور کلنۍ ئې د قرآن حفظ پیل کړی او په څوارلس کلنۍ کې ئې ټول قرآن حفظ کړی دی،هغه وائي زه په یوې قرآني کورنۍ کې لویه شوي او روزل شوي یم او زماخور او ورور هم د ټول قرآن حافظان دي او بشپړ حجاب او ستر زمونږ په کورنۍ کې یو ویاړ بلل کیږي او باید د اسلامی هیوادونو واکوالان دې دایرانن د قرآن د نړیوالو سیالیو په څیر سیالۍ ترسره کړي او ورسره ورسره دې د اسلامی حجاب او ستر په اړه هم کوټلي اقدامات پورته کړي ،ځکه حجاب او ستر د یوې میرمنې عظمت او حیا او عزت څو چنده زیاتوي.