ایکناخبری آژانس د Qantara له قوله راپور راکړ،دغه ویب سایټ په یوه راپور کې د برلین د پرګمن اسلامی هنرونو د میوزیم د ډیجیټلي پلیټ فارم په باب لیکلي دي،دغه میوزیم چې د پرګمن میوزیم په پاسنئ برخېکې دی،د اسلامی هنر په نامې سره مطرح دی او آنلاین لومړنی پلیټ فارم دی چې پهجرمني،انګریزي او عربي ژبو باندې داسلامی کلتورونو په باب په اصولي او ساعت تیري بڼو سره مطلبونه وړاندې کوي.
د اسلامی هنرونو پلیټ فارم له فضا او وخت څخه تیریږي،په عراق کې د سامرا له کندونکي سایټ رانیولې د برلین په میوزیم کې د فرش تر ټولګې،په اندلس کې د اسلامی کلتور د اوج په وخت کې د الحمرا تر ګنبد،په ایران کې د کاشان دتقریبا زر کلن مخکینی د یوه ګلدان ترمرمت او د هولسمې پيړۍ تر حلب پورې.
دغه اکاډمیک او جذاب بصری پلیټ فارم ،د اسلامی نړۍ کلتوري پراخوالی لا لوړوي . د موسیقۍ او د کیسو له شیانو استفاده ښئ چې هنر او کلتوري تاریخ،د بدلون،ډولوالي،مهاجرت او ودمبادلې په زمینې کې یوازنیۍ ارتباط او د تصور وړ دی .
دغه پلیټ فارم ،چې د ۲۰۲۲کال له نومبرڅخه آنلاین شوی،په څلورو برخو کې فعالیت کوي. د کیسو په برخې کې کتونکي،له کشفه رانیولې تراکاډمیک ارزونې پورې شیانو ته او دهغو په باب حکایتونو ته رسندوئي او سوشل میډیا په وسیله لاس رسی لري.
په رسندوئي کتابتون کې ،ویډیوګانې،انځورونه،غږیز فایلونه والیکټرانیکي خپروندوئې، دمیوزیم څیړنو او ټولګو سره اړونده کیسې بیانیږی او د میوزیم د کارکونکو دفعالیتونو او کار په باب شخصي تفکرات وړاندې کیږي.
همداراز Digital Learning ماژول تعلیمي ټولګې او مطلبونه وړاندې کوي،لکه د موسیقي له چا سره اړونده ده ؛ټولګه چې د پولو دټاکلو او له کلتور پالنې ورآخوا موضوع په باب ځيني آئيډیاوې وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4124167/%D8%