IQNA

د جرمني په برلین کې د؛ظهور د منتظرانو؛سیالي ترسره کیږي

16:27 - February 28, 2023
د خبر لمبر: 3486970
ایکنا-(تهران)د جرمني د برلین امام علی(ع) اسلامی مرکز د نیمه شعبان یا هماغه د  حضرت امام مهدي عجل الله فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد په درشل کې د؛امام د ظهور د منتظرانو؛په نامې سره د سیالۍ د ترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،دغه سیالي د ځوانانو،زلمیانو او ماشومانو  ته ځانګړي ده او په نقاشۍ،شعرونو او تلاؤت او امام الزمان (ع) ته دلیک لیکلو په برخو کې ترسره شوې ده.

په دغې سیالۍ کې دګډون لپاره مینه وال خپل تولید شوي آثارد برلین د امام علی (ع)ّ اسلامی مرکز په واټس اپ  باندې په ۰۱۷۷۱۳۵۵۵۵۰  لمبر سره لیږلی شي.

د مینه و الو د آثارو د لیږد نیټه ، د ۲۰۲۳ کال د مارچ پنځمه نیټه  اعلان شوې ده او ددغو سیالیو غوره  کسان به د مارچ په اومه نیټه  معرفی شي او ورته به غوره او ښې جایزې ډالۍ شي.

د وئيلو ده چې راتلونکي چارشنبې ورځې یعني د کب د میاشتې اولسمه نیټه له نیمه شعبان  او د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف  د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده او په همدې مناسبت په مختلفو هیوادونو کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال  او پیروکار ډول ډول پروګرامونه او جشنونه ترسره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4124959/%D8%

captcha