ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،دغه سیالۍ د آذان،حفظ،قرآئت او د قرآن د مفاهیمو په څانګو کې او ښاغلو اوآغلو په سوئې ترسره شوي دي اوتر درو ورځو پورې دوام لري.
د قرآن کریم د معارفو او کلتور خپریدا او دودیدا ، د قرآني شخصیّتونو د ودې او غوړیدا، د وحي له کلام سره د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو د لازیات انس ،د اروپا په قرآنی ټولنې کې د اتحاد د رامینځةکیدا او یوه بل ته ممتازو قاریانو او حافظانو دتجروبو د منتقلولو زمینه جوړونې ، ددغو سیالیو د ترسره کیدا موخې اعلان شوي دي.
د سیالیو نهائي پړاؤ او د پایزې دستورې او د جایزو ډالۍ کول به نن په ځاي وخت سهار نهه بجې د هامبرګ په اسلامی مرکز کې ترسره شي.
سیالۍ د شپاړس کلنو او له شپاړس کلونو څخه د کم عمره زلمیانو ترمینځ ترسره شوې او د قرآن قرائت (د برادرانوبرخه)،د قرآن حفظ ، هم د برادرانو او هم دخوئيندو برخه ، ترتیل دخویندو برخه ،د قرآڼ مفاهیم هم د براردانو او هم دخوئيندو برخه ،آذان د برادرانو برخهاو تواشیح او مداحي له موزیک پرته د برادانو برخه ددغو سیالیو څانګې دي.
ددغه راپور په اساسو د شپاړس کلنوقاریانو د قرآئت په څانګې کې لومړی کس ته یوزر پنځه سوه یورو، دوهم کس ته یو زر دوه سوه یورو او دریم کس ته هم زر یورو او دغه راز د نورو څانګو غوره کسانو ته هم نفیسې جایزې ډالی کیږي.
همداراز به له څلورم تر شپږم مقام ګټونکو ته په هرې څانګې کې ، عتبات عالیاتو ته د تګ راتګ خرڅه ورکړل شي او د هر یوه هیواد په استازو کې هر یو ګډون کونکی چې تر ټولو زیات امتیاز ترلاسه کړي، د لازمو شرائطو ددرلودلو په بڼه کې د قرآڼ کریم نړیوالو سیالیو ته لیږل کیږي .