IQNA

طالبان وائي،افغانستان یو امن او کرار هېواد دی

7:15 - March 18, 2023
د خبر لمبر: 3487052
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، په کابل کې د ورغلی متحده عربی اماراتو له پلاوي سره په کتنې کې خپل هیواد تر بل هر وخته ډېر خوندي وباله.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، پرون جمعه په کابل کې د اماراتو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل: نن ورځ افغانستان د پخوا په پرتله ډېر امن دی. په دې هېواد کې د واک ټاپوګان له منځه تللي، د نشه يي توکو کښت صفر ته راکم شوی او ۹ میلیونه ماشومان مو په زده کړو بوخت کړي دي.

"امیر خان متقي" په دې کتنه کې زیاته کړه: "طالبان او امارات تاریخي اړیکې لري او موږ په راتلونکي کې هم ښو اړیکو ته ژمن یو."

په دغه کتنه کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په اماراتو کې د افغان بندیانو په ازادولو کې د متحده عربي اماراتو د پلاوي د خاصې پاملرنې، د طالبانو د حکومت د ریښتینی انځور د انعکاس، د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129686

captcha