IQNA

د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د اقتصادي دهلیز لپاره مهم دی

12:07 - March 19, 2023
د خبر لمبر: 3487060
ایکنا-ټ(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل د مرکزي اسیا یوشمیر هیوادونه هم دلچسپۍ لري د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چین له «سي سي ټي وي» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د افغانستان ثبات د اسلام اباد او د پیکینګ د اقتصادي کوریډور سي پیک(CPEC) په بریالیتوب او پراختیا کښې مهم دی.

هغه وویل پاکستان او چین په افغانستان کښې د سولې په تامینولو کښې مهم رول لري او زیاته یې کړه په افغانستان کښې ثبات د اسلام اباد او د پیکینګ د اقتصادي کوریډور په بریالیتوب او پراختیا کښې مهم دی او پاکستان او چین په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د تامینولو هڅه کوي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل د مرکزي اسیا یوشمیر هیوادونه هم دلچسپۍ لري د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.

هغه وویل د مرکزي اسیا ډیرې هیوادونه چې د افغانستان ګاونډيان دي ګروهنه لري د  پاکستان د ګوادر بندر له لارې شیان صادر کړي او مونږ هم په دې لړ کښې هڅه کوو.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري هم وویل له سي پیک پروژې سره د افغانستان اتصال یوه ډیره اقتصادي ګټه ده او د افغانستان د شیانو د صادراتو او د وارداتو په پراختیا کښې مهم رول لرلی شي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129744

 

captcha