ایکنا د السفیر خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس پرون یکشنبې ورځې د پاک عید په دستورو کې پخپلې وینا کې د فلسطینیانو او اسرائيلیانو ترمینځ د تاؤتریخوالي زیاتیدا ناامیدونکی وبلله.
هغه پخپلې وینا کې ووئيل، دغه بې آمانه حملې هغه متقابل احترام او اعتماد چې د فلسطینیانو او اسرائيلیانو ترمینځ د خبرواترو د بیرته پيلیدا او په قدس ښار کې دسولې د واکمنیدا لپاره ضروري دی،ګواښي.
په وروستیو شپو ورځو کې د الاقصی جومات انګڼ د فلسطینی اعتکاف کونکو او لمون ګوزارو باندې د وحشي صهیونیسټي ځپونکو عسکرو په دوامدارو یرغلونو او اخ وډب مرکز شوی دی.
صهیونیسټي وحشي ډوله پوځیانو په دغو جنایتونو کې د الاقصی جومات له مسلمانو عبادت ګوزارو د خالی کولو،دهغوی د عباد دمخنیوی او ددغه مقدس ځاي د سپکاوي لپاره په مستقیمو ډزو ،لاسي بمونو اوښلن ګیسونو او کوتکو څخه استفاده کړې ده او خپلو دغو بې شرمه او سپکو اقداماتو ته هماغه راز دوام ورکوي.داسې اقدامات چې دسیمه ایزو اونړیوالو منفی او سختو غبرګونونو سره یوځای شوي دي.